تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند وشو

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ دا ډزبندي به نن له شپږو بجو څخه پیل شی او تر ۴۸ساعتونو به دوام وکړي خو تمه ده چې دا اوربند نور هم وغځوي
د پاکستان امنیتي سرچینو نن ویلي وو چې د افغان طالبانو برید په ځواب کې پاکستان هم په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي دي

وزارت خارجه پاکستان وایی چې دا ډزبندي له افغانستان لوري د جنګ بندۍ لپاره په غوښتنه شوې ده

د پاکستان حکومت او د افغان طالبانو ترمنځ د ۴۸ ساعتونو لپاره د لنډمهالي اوربند پرېکړه شوې چې نن ماښام له شپږو بجو څخه نافذېږي. دا اعلان د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په رسمي بيان کې شوی دی

افغان طالبانو هم د اوربند پخلۍ کړې

د افغانستان طالبانو حکومت هم ددې اوربند پخلۍ کړې دي او په یو بیان کې ی ویلي دي چې افغان طالبانو اړوند حکومتي چارواکو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چې نن له ۵پینځه نیمو بجو وروسته تجاوز و نه کړي او د اوربند په اړه ژمنه مراعات کړي.

د وزارت د اعلاميې له مخې، دا اوربند د طالبانو په غوښتنه رامنځته شوی او د دواړو لورو ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره د خبرو اترو ژمنتيا څرګندوي، نن پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي وو چې دوی د افغان طالبانو برید ته ځواب ویلې وو او په افغانستان کې ی د ترهګرو مرکزونه په بریالیتوب سره په  نښه کړې وو. .

د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، دا ګام د دې نښه ده چې دواړه خواوې د تاوتريخوالي پر ځای د تفاهم له لارې د شخړې د حل هڅه کوي. په اعلاميه کې زياته شوې: “د اوربند په موده کې تمه کېږي چې دواړه خواوې به د دې پېچلي خو د حل وړ مسئلې لپاره مثبت او رغنده مذاکرات پرمخ بوځي

د دې پرېکړې اعلان له هغه وروسته راغلی چې په تېرو اونيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ځله د پولې پر سر نښتې او ډزې وشوې  چې له امله يې ګڼ شمېر ملکي وګړي او امنيتي سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي

نورخبرونه

پاکستان د افغان طالبانو  برید ته سخت ځواب ورکړې

Related Articles

پاکستان په اسلام‌آباد کې د يوناما استازو سره د سیمه‌ییزې امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، او بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

February 12, 2026

مذهبي علماو د نور ولي د مذهبي مقام ادعا رد کړې، او د هغه د خوارج افراطي نظریاتو د خپرونکي په توګه د ټي ټي پي مشر بربنډ کړ

February 12, 2026

د شیخ حسینه واجد د آمریت د ختمېدو وروسته، نن په بنګله دیش کې لومړي عمومي انتخابات ترسره کېږي

February 12, 2026

عدالت: عمران خان ته دې د سترګو د متخصص ډاکټر او زامنو سره د ټیلیفوني تماس اسانتیا ورکړل شي، حکومت ته د ۱۶ فبروري مهلت ورکړل شو

February 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *