تازه خبرونه

د خیبر امن جرګه او د وزیراعلی سهیل افریدي وینا

نن وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي په باړه تحصیل کې د خیبر امن جرګې ته وینا وکړه خو ددې سیمې اولس مایوسه ښکاري ځکه هغه کومه پرمختیایی پروژه اعلان نه کړه
وزیراعلی خیبر پښتونخوا سهیل افریدي له په کار وو چې په خیبر کې ی د یوې لوی پرمختیایی پروژې اعلان کړې وې

وزیراعلی خیبرپښتونخوا سهیل افریدي د خپل مشر عمران خان په مینه کې دومره ډوب شوې چې هغه سره د اولس غم نشته او احتجاجونو ته ی زور ورکړې دې

د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي ځوان وزیراعلی سهیل افریدي نن د خالي په ورځ په تحصیل باړه کې خیبر امن جرګې ته وینا وکړه، سهیل افریدي هم دې باړه تحصیل کې زیږیدلې دې، ځایی خلکو ترې ډیره تمه وه چې وزیراعلی صیب به کومه لویه پروژه اعلان کړي خو هغه ددې سیمې خلک مایوسه کړه او پرته له کومې لوی پرمختیایی پروژې هغه د عمران خان په څیر احتجاجونو او د فاق سره جنګ اعلان کړو. د ضلع خیبر ځوانان ،مشران،زاړه او ښځینه په تمه وو چې د ضلع خیبر بچې او ځوان به د ضلع خیبر اولس لپاره کومه لویه پرمختیایی پروژه اعلان کړي خو هغه د عمران خان په مینه کې دومره ډوب شوې دې چې هغه ته بل څه نه ښکاري او صرف د عمران خان خبره کوي او هم ددې ګوند د تیر لسو کالو ریکارډ که وکتلې شی نو مونږ ته ښکاري چې ددوی ګوند په دې صوبه کې کومه داسې لویه پرمختیایی پروژه نه ده کړې چې د اولس په ګټه تمامه شي، دا ګوند صرف د احتجاجونو اعلانونه کوي او ځکه خو په دې وروستیو کې د پاکستان مسلم لیګ  یو مشر چې کله پیښور ته راغلې وو نو ویلي وو چې پنجاب ته په کنځلو تاسو هیڅ هم نه شې کولې چې له دې ثابتیږي چې د پاکستان تحریک انصاف مشران او دې ځوان وزیراعلی سهیل افریدي له په کار دې چې وس د خپل خیبر او خیبرپښتونخوا لپاره کار وکړي،د پنجاب او اسلام آباد په ضد دا احتجاجونه پریږدي،  د احتجاجونو او د ضد سیاست پریږدي او د اولس خدمت ته ملا وتړي.

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *