تازه خبرونه

لنډي کوتل کې واوره: اینزري کنډاو او ټاپ سره ته سلګونه سیلانیان راغلي

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي
لنډي کوتل پاک افغان پوله تورخم سره نزدې یوه تاریخي او د قدرتي حسن ډکه سیمه ده v

لنډي کوتل د قدرتي غرونو ښایسته نظاري لري خو واورې وریدو سره ددې غرونو ښایسته نور هم زیات شوې دې

لنډي کوتل: د تېرې جمعې په ورځ د واورې له ورېدو وروسته، لنډي کوتل چې د پاک ـ افغان پولې تورخم ته نږدې پروت دی، د سیلانیانو لپاره لا ډېر زړه‌راښکونکی شوی دی. د سیمې غرونه، په ځانګړي ډول اینزري کنډاو او ټاپ سر، د واورې له سپین پوښ سره ښکلي منظرې وړاندې کوي


د ځایي خلکو په وینا، د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه سیلانیان د خپلو کورنیو سره دې سیمې ته ورغلي او په لوړو غرنیو سیمو کې یې د واورې ننداره او تفریح کړې ده. دوی وایي چې په اینزري کنډاو او ټاپ سر کې د خلکو ګڼه ګوڼه تر نورو سیمو زیاته وه


سیلانیانو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې په لنډي کوتل کې د سیاحت د ودې لپاره عملي ګامونه پورته شي. د اسلامیه کالج پوهنتون یوه زده‌کوونکي وویل چې دا یې لومړی ځل دی چې لنډي کوتل ته راغلی او د سیمې له طبیعي ښکلا یې خوند اخیستی، خو اړتیا ده چې هوټلونه او د خوراک مرکزونه جوړ شي څو سیلانیانو ته اسانتیاوې برابرې شي


له بلې خوا، د پېښور او تحصیل باړه څخه راغلو سیلانیانو وویل چې لنډي کوتل یو خوندي او د تفریح وړ ځای دی. سیلانیانو او ځایي خلکو د پولیسو او امنیتي ځواکونو مننه هم وکړه چې د اینزري کنډاو په چیک‌پوسټ کې یې له مېلمنو تود هرکلی کړی او امنیت یې ټینګ ساتلی دی

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *