تازه خبرونه

کوئټه: د سيکيورټي فورسز مهمه کاميابي،د فتنه هندمرستيال ډلې بي ايل اے لپاره سهولت کاري کونکي ليکچرر ګرفتار

د بيوټمز يونيورسټۍ ليکچرر عثمان قاضي په درځنونو ترهه ګرو له تربيت ورکولو اعتراف کړېدے

1 min read

کوئټه: د سيکيورټي فورسز مهمه کاميابي،د فتنه هندمرستيال ډلې بي ايل اے لپاره سهولت کاري کونکي ليکچرر ګرفتار

د فتنه هند مرستيال ډلې بي ايل اے مجيد بريګيډ لپاره کار کونکې د۱۸ ګريډ ليکچرر عثمان قاضي ګرفتار کړې شوېدے

August 18, 2025

د بلوچستان وزيراعلي سرفراز بګتي کوئټه کښې پريس کانفرنس ته وينا په مهال وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز د يوې کارروائۍ دوران د کالعدم تنظيم او د هندوستان مرستيال ډلې بلوچستان لبريشن آرمي لپاره سهولت کاري کونکي د بيوټمز يونيورسټۍ ليکچرر عثمان قاضي ګرفتار کړېدے ۔ د وزيراعلي وينا وه چې سيکيورټي اهلکارو سره زير حراست يو خود کش حمله کونکي تن د ليکچرر عثمان قاضي د هلو ځلو او ترهه ګرو سره د رابطو په حواله قانون نافذ کونکي ادارو له معلومات ورکړي وو د دغه معلوماتو په بنياد سيکيورټي فورسز عثمان قاضي نيولي وو ۔ د وزيراعلي پريس کانفرنس دوران د نيولي شوي ليکچرر اعترافي بيان هم ميډيا ته ښودلې شوېدے ۔ خپل بيان کښې ليکچرر عثمان قاضي وئيلي دي چې د هغه تعلق د تربت سره دے،د قائد اعظم يونيورسټۍ نه ئې ماسټر او ايم فل ډګري اخستي ده او پي ايچ ډي ئې د پيښور پوهنتون نه کړي وه ۔ ملزم خپل اعترافي بيان کښې ملزم وئيلي دي چې د قائداعظم يونيورسټۍ درې کسانو سره ئې تعلق جوړ شوي وو او دغې کسانو د بي ايل اے تنظيم لپاره کار کولو چې لوجې ئې زه هم په دې ډله کښې شامل شوم ۔ عثمان قاضي اعتراف کړېدے چې په ابتدائي توګه ئې د کالعدم بي ايل اے لپاره د ترهه ګرۍ درې حملو لپاره سهولت کاري کړي وه ، ملزم زياته کړيده چې په ۱۴ اګست کوئټه کښې د ترهه ګرۍ د يوې غټې منصوبې سهولت کاري هم کړي وه ۔ وزيراعلي سرفراز بګتي د ملزم ګرفتاري د سيکورټي فورسز مهمه کاميابي ګرځولي او وئيلي ئي دي چې عثمان قاضي د بي ايل اے زيلي تنظيم مجيد بريګيډ سره ملګري شوي وو او د هغوي لپاره به ئې سهولت کاري کوله ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعلي ووئيل چې ګرفتار ليکچرر کوئټه ريلوے سټيشن بريد کښې ککړ وو چې حمله کښې ۲۲ تنه شهيد شوي وو۔ سرفرازبګتي زياته کړيده چې حکومت به هيچا ته هم د صوبې امن خرابولو اجازت ورنه کړي د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو او د دوي د سهولت کارو خلاف به عمليات جاري وي

Related Articles

ملګری ملتونو کی د افغان ښځو د غیر موجودګۍ له امله د ژوند ژغورونکو مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخ شوی او د افغانستان زرګونه ضرورت مندې ښځې بې‌مرسته پاتې کېږي

December 9, 2025

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې افغانستان ته مو روښانه دریځ وړاندې کړې دې، یا دې له خوارجو سره ودریږي او یا پاکستان سره

December 8, 2025

امریکا حکومت د هغو کسانو ګرین کارتونه چې د “اړوند هېوادونو” اتباع دي، د بیا ارزونې پرېکړه کړې، چی پکې افغانستان هم شامل دي

December 8, 2025

سیګار راپور وایی چې ناقانونه ګرځولې ډله تحریک طالبان پاکستان افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري او القاعده ډلې سره ګډ ټریننګونه کوي

December 8, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *