تازه خبرونه

کوئټه: د سيکيورټي فورسز مهمه کاميابي،د فتنه هندمرستيال ډلې بي ايل اے لپاره سهولت کاري کونکي ليکچرر ګرفتار

د بيوټمز يونيورسټۍ ليکچرر عثمان قاضي په درځنونو ترهه ګرو له تربيت ورکولو اعتراف کړېدے
کوئټه: د سيکيورټي فورسز مهمه کاميابي،د فتنه هندمرستيال ډلې بي ايل اے لپاره سهولت کاري کونکي ليکچرر ګرفتار

د فتنه هند مرستيال ډلې بي ايل اے مجيد بريګيډ لپاره کار کونکې د۱۸ ګريډ ليکچرر عثمان قاضي ګرفتار کړې شوېدے

د بلوچستان وزيراعلي سرفراز بګتي کوئټه کښې پريس کانفرنس ته وينا په مهال وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز د يوې کارروائۍ دوران د کالعدم تنظيم او د هندوستان مرستيال ډلې بلوچستان لبريشن آرمي لپاره سهولت کاري کونکي د بيوټمز يونيورسټۍ ليکچرر عثمان قاضي ګرفتار کړېدے ۔ د وزيراعلي وينا وه چې سيکيورټي اهلکارو سره زير حراست يو خود کش حمله کونکي تن د ليکچرر عثمان قاضي د هلو ځلو او ترهه ګرو سره د رابطو په حواله قانون نافذ کونکي ادارو له معلومات ورکړي وو د دغه معلوماتو په بنياد سيکيورټي فورسز عثمان قاضي نيولي وو ۔ د وزيراعلي پريس کانفرنس دوران د نيولي شوي ليکچرر اعترافي بيان هم ميډيا ته ښودلې شوېدے ۔ خپل بيان کښې ليکچرر عثمان قاضي وئيلي دي چې د هغه تعلق د تربت سره دے،د قائد اعظم يونيورسټۍ نه ئې ماسټر او ايم فل ډګري اخستي ده او پي ايچ ډي ئې د پيښور پوهنتون نه کړي وه ۔ ملزم خپل اعترافي بيان کښې ملزم وئيلي دي چې د قائداعظم يونيورسټۍ درې کسانو سره ئې تعلق جوړ شوي وو او دغې کسانو د بي ايل اے تنظيم لپاره کار کولو چې لوجې ئې زه هم په دې ډله کښې شامل شوم ۔ عثمان قاضي اعتراف کړېدے چې په ابتدائي توګه ئې د کالعدم بي ايل اے لپاره د ترهه ګرۍ درې حملو لپاره سهولت کاري کړي وه ، ملزم زياته کړيده چې په ۱۴ اګست کوئټه کښې د ترهه ګرۍ د يوې غټې منصوبې سهولت کاري هم کړي وه ۔ وزيراعلي سرفراز بګتي د ملزم ګرفتاري د سيکورټي فورسز مهمه کاميابي ګرځولي او وئيلي ئي دي چې عثمان قاضي د بي ايل اے زيلي تنظيم مجيد بريګيډ سره ملګري شوي وو او د هغوي لپاره به ئې سهولت کاري کوله ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعلي ووئيل چې ګرفتار ليکچرر کوئټه ريلوے سټيشن بريد کښې ککړ وو چې حمله کښې ۲۲ تنه شهيد شوي وو۔ سرفرازبګتي زياته کړيده چې حکومت به هيچا ته هم د صوبې امن خرابولو اجازت ورنه کړي د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو او د دوي د سهولت کارو خلاف به عمليات جاري وي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *