تازه خبرونه

یمن کړکیچ: د پاکستان او سعودي عربستان لوړپوړه چارواکو ټیلیفوني خبرې کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر ترمنځ ټیلیفوني اړیکه نیول شوې او په سیمه کې ی په روانو حالاتو ټینګار کړې
پاکستان د سعودي عربستان د دریځ په رنړا کې د نړیوال قانون ترلاندې د یمن شخړې د هوارولو پلوي دې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان ترمخه پاکستان ټینګار کړې چې د د یمن په شخړه کې ټول اړخونه باید د تاوتریخوالي زیاتولو ګامونو اخستلو څخه ډډه وکړي

په داسې وخت کې چې په یمن کې د بیله بیلو ډلو ترمنځ او حکومتي ځواکونو ترمنځ کورنۍ جګړه توده شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير فیصل بن فرحان تر منځ ټیلیفوني اړیکه شوې ده او د سیمې پر وروستيو حالاتو یې تفصيلي خبرې کړې دي

اسحاق ډار د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې په سیمه کې باید له هغو ګامونو ډډه وشي چې تاوتریخوالی او کړکېچ زیاتوي، نوموړي ویلي چې د  سیمې ټول اړخونه باید له هر ډول پاروونکو او  اشتعال جوړونکو اقداماتو ځان وساتي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير زیاته کړه چې د سیمې د امن او ثبات په خاطر، د ټولو شخړو حل د مذاکراتو او ډيپلوماسۍ له لارې موندل ضرور دي

دلته دا هم مهمه ده چې یادونه وشی چې د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د سولې د ودې لپاره پر نږدې همکارۍ او دوامداره اړیکو هم اتفاق کړې دې

نورخبرونه:  د یمن کړکیچ: پاکستان تل د نړیوال قانون د عملي کیدو پلوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *