تازه خبرونه

ګلګت: د ليلي پيک غر لينډسلائيډنګ لوجې ژوبل د جرمني کوه پيما لورا ډاهل ماير د مرګ تصديق شوې،مړې لټون لپاره ريسکيوآپريشن معطل

لورا ډاهل ماير د غر ګټ پريوتو لوجې ژوبل حالت کښې بے درکه شوي وه، پاکستان د جرمن کوه پيما په مرګ افسوس اظهار کړے
ګلګت: د ليلي پيک غر لينډسلائيډنګ لوجې ژوبل د جرمني کوه پيما لورا ډاهل ماير د مرګ تصديق شوې،مړې لټون لپاره ريسکيوآپريشن معطل

ګلګت کښې د جرمني کوه پيما لورا په مرګ د پاکستان افسوس اظهار

د ګلګت بلتستان حکومت ترجمان فيض الله فراق بيان ترمخه د جرمني سره تعلق لرونکې 31 کلنه لورا ډاهل ماير او د هغې ملګرې مارينا ايوا د ليلي پيک نومې غر سر ته د ختو کوشش کولو چې دې دوران د غر ګټ پريوتو لوجې دواړه کوه پيما ژوبل شوي وو، فيض الله فراق وائي چې د پاک پوځ او ريسکيو چارواکو کوششونو لوجې د مارينا ايوا ژوند بچ کړې شوي وو او هغه د هيلي کاپټر په ذريعه بيس کيمپ ته ځان واپس رارسولې شوي وه خو لورا ډاهل ماير بے درکه وو، د هغې د لټون لپاره د جرمني او امريکې ټيمونه هم ګلګت ته راغلې وو ولې درې ورځې تيريدو وروستو د خراب موسم لوجې ريسکيو آپريشن بند کړې شوې وو او د هغې د جرمن کوه پيما د مرګ تصديق شوي وو۔

پاکستان د جرمني کوه پيما لور په مرګ د افسوس اظهار کړېدے،خارجه وزير اسحاق ډار د لورا ډاهل ماير په حادثه د افسوس اظهار کړېدے او د هغه په مرګ ئې د جرمني د حکومت او متاثره کورنۍ سره د غمرازۍ اظهار کړيدے ۔ د جرمني صدر شټائن مائر لورا ډاهل ماير ته خراج تحسين وړاندې کړے وئيلي ئي دي چې لورا غير معمولي لوبغاړې وه د لوبو په ميدان کښې ئې د جرمني نوم روښانه کړي وو۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *