تازه خبرونه

کیډټ کالج ورسک کې دستوره: زده کوونکي باید لوړو زده کړو ته ځانګړې پام وکړي، د پیښور کورکمانډر

کور کمانډر پېښور لیفټننټ جنرال عمر احمد بخاري زده‌کوونکو ته د لوړو زده‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړ او بریالیو کېډټانو ته یې انعامونه ورکړل
په کیډټ کالج ورسک کې د والدینو ورځې تابیا شوې دستوره کې کیډټانو ، والدینو او شمیر نورو کسانو ګډون وکړو

کیډټ کالج ورسک په کال ۲۰۰۹ کا جوړ شوې او ددې کالج زده کوونکو د لوړو صلاحیتونو او خدمتونو له امله مشهور دي

 په کیډټ کالج ورسک کې د والدینو ورځې په مناسبت یوه درنه دستوره ترسره شوه  چې پکې د کېډټانو ګڼ شمېر والدین، پوځي او ملکي چارواکو ګډون وکړو

د پېښور کور کمانډر لیفټننټ جنرال عمر احمد بخاري د دې مراسمو مشر مېلمه و

د کېډټانو منظم او چمتو دستې مېلمه ته سلامي وړاندې کړه، چې د ګډونوالو له‌خوا یې پراخه ستاینه وشوه

لیفټننټ جنرال عمر احمد بخاري  زده‌کوونک ته و په وینا کې ټینګار وکړ چې کېډټان باید خپله ټوله انرژي د لوړو زده‌کړو تر لاسه کولو لپاره  ځانګړې کړي، ځکه تعلیم د هېواد د پرمختګ او شخصي بریا بنسټ دی

د مراسمو پر مهال هغه کېډټانو ته انعامونه او ټرافۍ ورکړې چې په نصابي او غیر نصابي فعالیتونو کې یې غوره کارکردګي ښودلې وه

د غوره فعالیت له امله کېډټ عکاشه بنګش لومړی مقام او کېډټ عزیر رحمان دوهم مقام ترلاسه کړ

په دې موقعه د جمناسټیک، اس‌ سپرلي او نورو بدني او مهارتي فعالیتونو عملي نندارې هم وړاندې شوې، چې د کېډټانو فزیکي چمتووالی او نظم یې څرګند کړ

وروسته مېلمه ځانګړي د ساینسي، فني او انځوریزو کلبونو لیدنه وکړه او د کېډټانو فکري، تخنیکي او هنري وړتیاوې یې وستایلې

مهمه ده چې یادونه وشی چې کیډټ کالج ورسک په ۲۰۰۹ کال کې جوړ شوی او دا تعلیمي اداره د خپل لوړ تعلیمي معیار له امله په ټول هېواد کې ځانګړی مقام لري. د یاد کالج فارغ شوي زده‌کوونکي د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خپلو لوړو خدمونو   له امله پېژندل کېږي

نورخبرونه: وزیر اعلی سهیل افریدی : د نجونو کېډټ کالجونه د باکرداره او باصلاحیته مشرتابه د روزنې مهم مرکزونه دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *