تازه خبرونه

 پیښور کې ځانمرګي برید شوې دې

د لومړي راپورونو ترمخه خودکش برید د ایف سي ځواک پر هیډکوارټر باندې شوې دې
د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګر بریدونه زیات شوي، خلک ی اندیښمن کړي دي

د پیښور ایف سي هیډکوارټر په برید کې درې د ایف سي اهلکار شهیدان شوي وو

پېښور:  د پېښور ښار صدر سیمې کې د فیډرل کانسٹیبلري   هیډکوارټر باندې نن د ګل په ورځ  برید شوې دې . د برید له راپورونو وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه په ستره کچه سیمې ته رسېدلي دي او سیمه کې کلابنده کړې ده

د پېښور سی سي پي او، میاں سعید، رسنیو ته ویلي چې سیمه یې په بشپړه توګه کلابنده کړې او دترهګرو پر ضد عملیات روان دي

سی سي پي او وايي، چې زه خپله عملیات رهبري کوم، دا مهال فائرنګ روان دی او امنیتي ځواکونو سخت ځوابي اقدام پیل کړی دی

دپیښور پر ایف سي هیډکوارټر برید وروسته اهلکار چمتو ولاړ دي

 پولیسو مشر وایی دا برید ځانمرګي برید وو

  د ایف سي هېډکوارټر د مین ګیټ مخې ته ځانمرګی چاودنه شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې درې د ایف سي سرتېري شهیدان شوي، او دوه نور د ایف سي سرتېري ټپیان دي

د چاودنې وروسته پولیس، ایف سي او د پاک پوځ ځانګړو کمانډو ځواکونه سیمې ته په چټکۍ سره رسېدلي . امنیتي چارواکي وایي چې ځواکونو په وخت اقدام کړی او دوه نور برید کوونکوي ی ځای پر ځای وژلي دي

سي سي پي او ډاکټر میاں سعید احمد رسنیو ته ویلی دي  چې په اړوند سیمه کې د صفایی آپریشن روان دی او د خطر د بشپړ له منځه وړلو لپاره هره برخه پلټل کېږي. د پېښې نور جزیات به وروسته شریک شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *