تازه خبرونه

په خیبرپښتونخوا کې اپریشن اجازه نه ورکوو: وزیراعلی علي آمین ګنډاپور

امنیتي چارو پوهان د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور دې دریځ او بیانیی ته د شک په نظر ګوري او دوی وایی چې دې سره به په صوبه کې ترهګري نوره هم زیاته شي
علي آمین ګنډا پور په استعفا کې ویلي دي چې زه تصدیق کوم چې ما د وزیراعلی په توګه استعفا ورکړې ده

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي دفتر تصدیق کړې دې چې د علي آمین ګنډاپور استعفا د هغوی دفتر اړوند اهلکار ترلاسه کړې ده

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی علي آمین ګنډا پور نن د خالي په ورځ په پیښور کې د پاکستان تحریک انصاف لوی احتجاجي مظاهرې ګډون والو ته په خپله وینا کې اوویل چې دوی به په صوبه کې د اپریشن اجازه ور نه کړي ځکه دوی د ترهګرۍ په ضد جنګ کې ۸۰۰۰۰ اتیازره قربانیان ورکړي دي.

دلته که وزیراعلی دې خبرې ته وکتلې شي چې هغوی ددې صوبې زرګونو وګړي قرباني کړي او بیا هم دې صوبه کې د اپریشن اجازه نه ورکوي نو ددې ښکار مقصد دادې چې د وزیراعلی دې بیان او دریځ سره به د وسله والو او په ځانګړې ډول د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ډلې ملا نوره هم قوي شی او دوی به د ریاستي ادارو په ضد خپلو بریدونو او فعالیتونو ته نور هم زور ورکړي چې له امله ی به دا کار د ټولو هیواد او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په زیان تمام شي.

د امنیتي چارواکو ترمخه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د ریاست هر یو تړون او ډزبندۍ (۲۰۰۴، ۲۰۰۹، ۲۰۱۴، او ۲۰۲۲-۲۱ هم دې وسله والو ډلو ته ګټه ورکړې وه، دوی تړون څخه سرغړونه کړې ده او دې ډلو له ی یوه موقع ورکړې ده چې دوی ځان نور هم منظم او فعال کړي او په ریاستي ادارو او امنیتي ځواکونو منظم بریدونه وکړي.شنونکي وایی چې د ټي ټي پي ډلې سره نرمي به په دې صوبه کې ترهګري نوره هم زیاته کړي چې دا په عام اولس په زیان تمام شي.

دلته باید یادونه وشی چې د کال ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ ترمینځ کالعدم ټي ټي پيل په ټوله صوبه کې په امنیتي ځواکونو، پولیسو او عام وګړو بریدونه کړي او په سلګونو اهلکار او عام وګړي ی شهیدان کړي دي.

آزاد راپورونه ښایی او تایدوي چې کالعدم ټي ټي پي له افغان خاورې په خیبر پښتونخوا کې بریدونه تنظمیوي، پاکستان له د ملګرو ملتونو قرارداد دا حق ورکوي چې دوی د هغه ترهګرو ډلو په ضد اپریشن وکړي کوم چې د ملګرو ملتونو د قانون ترمخه ترهګرې ډلې ګرځول شوي دي.

دلته دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې د پاکستان تحریک انصاف پخواني حکومت هم د ټي ټي پي سره جوړجاړې ددې صوبې او ملک په زیان تمام شوې دې او امنیتي وضع ی نوره هم خرابه کړې ده.

ددې صوبې اولس غوښتنه کوی چې دوی دې له  وسله والو د باج اخستلو، قتلولو  او ددوی سکولونه په بمونو الوځولو څخه وژغورلې شي . د پاکستان تحریک انصاف مشران د کالعدم ټي ټي پي سره نرمي او د خبرو په موضوع سیاست کوي او له دې امله سیاسي ګټه پورته کوی ، هم دا بیانیه او دریځ د پي ټي ایم هم دې چې بیا له هند لوري د ریاست په ضد د یو  پروپاګنډ په توګه کارول کیږي.

نورخبرونه

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *