تازه خبرونه

په افغانستان کی په لسو کی نهه کورنۍ  د قحط سالئ ښکار دي : یو این ډی پي رپورټ

په افغانستان کې له لسو نهه کورنۍ له لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره پور اخلي
افغان چارواکي وایی افغان کډوال په کیمپونو کې راجسټر کیږي ،دوی سره مرستې شي او کورونه ته استول شي

د پاکستان لوري افغانستان ته واپس تلونکو افغان کډوالو پر مخ ته تورخم او سپین بودلدک دروازې خلاصې دي

د ملګری ملتونو پرمختیایی اداره یو این ډی پي په خپل رپورټ کی وایی  افغانستان د تېرو څو لسیزو  راهسی له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام   په وینا ده د هېواد له لسو کورنیو نهه د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د ژوند د دوام داره ساتلو لپاره اړ دي چې پور واخلي یا خپل د خپلی کورنئ توکي وپلوري

د یو ای ډي پي  د تازه راپور له مخې، پراخه اقتصادي ستونزې، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ډله‌ییزې واپسې  او تکراري طبیعي ناورینونه د میلیونونو خلکو کړاوونه نور هم ژور کړي دي. راپور څرګندوي چې له هر لس افغانو څخه یو تن چې بهر اوسېده، اړ شوی چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي ، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي

له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۴.۵ میلیونه زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د افغانستان د نفوس کچه یې شاوخوا لس سلنه لوړه کړې ده. دا ناڅاپي زیاتوالی،  د کار د کم فرصتونو او د نړیوالې مرستې د کموالي له امله، د افغانستان پر نازکې اقتصاد باندې سخت فشار راوستی دی

طبیعي ناورینونو بحران لا پسې کړکېچن کړی دی. په دې وروستیو کې افغانستان کې  زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ له ۸ زرو زیات کورونه ویجاړ کړي او د عامه خدمتونو نظام یې په ځانګړې توګه په هغو کلیوالو سیمو کې سخت زیانمن کړی چې ډېری بېرته راستنېدونکي افغانان پکې مېشت شوي دي.

راپور دا هم څرګندوي چې له طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو ګډون د کار په ځواک  کې په شدیده توګه کم شوی دی. اوس ښځې یوازې شپږ سلنه د کار ځواک جوړوي، چې له امله یې د کورنیو عواید او د هېواد اقتصادي فعالیتونه نوره هم محدود شوي دي

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې کچه د اندېښنې وړ ده، یو این ډي پي  خبرداری ورکړی چې که بیړني اقدامات و نه شي، نو د لوږې، بې‌ځايه کېدو او ټولنیزې بې‌ثباتۍ خطر به نور هم زیات شي. دغه اداره له نړیوالو مرستندویه سازمانونو او سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د ژر خرابېدونکي بشري وضعیت د مهار لپاره ګډ اقدام وکړي

نورخبرونه: د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *