تازه خبرونه

 په افغانستان کی د مذهبی مدرسو پراختیا : دې هیواد ته نړي والې اندیښنی راپارولي

د افغانستان طالب چارواکو لوري په دې هیواد کې د تعلیم نظام په اړه دی نیشنل انټرسټ خبرداری ورکوي چې د طالبانو ستراتیژي له القاعده او داعش سره ورته والی لري
افغانستان کې څلور کاله وړاندې طالب چارواکو واک ته راغلي خو د دوحه تړون لاندې ی نړیوالو سره خپلې ژمنې نه دي پوره کړې

امریکایي مجله دی نیشنل انټرسټ وایي چې له ۲۰۲۱ وروسته د زده‌کړو اصلاحاتو د افغانستان تعلیمي نظام په ایډیالوژیک کنټرول بدل کړی

واشنګټن/کابل : امریکایی مجله دی نیشنل انټرسټ په خپل رپورټ کی وایی د طالبانو رژیم په چټکۍ سره د مدرسو پر بنسټ د زده‌کړو نظام پراخوي او دا یې په داسې ایډیالوژیک وسیله بدلې کړي چې موخه یې اطاعت، افراطیت ته هڅونه او د اوږدمهاله نړیوال جهادي لید لوري پرمخ بوتلل دي

 دا خبره د امریکایي مجلې دی نیشنل انټرسټ په تازه تحلیلي راپور کې ویلي شوی  چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان تعلیمي نظام کی بنیادی بدلونونه موندلی شوی دی.

د مجلې په وینا، په دغه بدلونونو کی  دینی تعلیم د یوې سختې ایډیالوژۍ د خدمت لپاره بیا تنظیم شوی، چې پکې انتقادي فکر د عقیدوي اطاعت او وسله‌والې روزنې پر ځای بدل شوی دی

د دی نیشنل انټرسټ رپورټ مطابق   د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسې نه یوازې د دینی زده‌کړو مرکزونه  دي، بلکې د ځوان کول د فکر او لید لوري د سیستماتیک بدلون لپاره کارول کېږي

 مجله وایي، زده‌کړه د فکري ودې پر ځای د ایډیالوژیک وفادارۍ د روزنې په وسله بدله شوې، چې دا کار د افغانستان او ټولي سیمې لپاره جدي خطری رامینځ ته کړی

راپور زیاتوي چې د طالبانو د اسلام تعبیر د افغانستان له تاریخي، کلتوري او پښتني دودونو سره سمون نه لري، بلکې دا یو وارد شوی، آمرانه فکر دی چې له نړیوالو جهادي روایتونو سره نږدې اړیکه لري.

 د لیک شویو اسنادو له مخې، د طالبانو مشر هیبت‌الله اخوندزاده د اوږدمهاله نړیوال جهادي ماموریت تصور لري، چې پکې ښوونه او روزنه مرکزي رول لري

د نجونو زده‌کړه د دې ایډیالوژیک تګلارې مهمه نښه بلل شوې ده. طالبان وایي چې د نجونو ښوونځي به یوازې هغه مهال پرانیستل شي چې نصاب یې  ایډیالوژیک سمون  ومومي، هغه شرط چې د منتقدینو په  خیال د سیستماتیکې محرومۍ معنا لري.

مجله ټینګار کوي چې د نجونو له زده‌کړو محرومول یوازې ټولنیزه ستونزه نه ده، بلکې د افراطیت، اقتصادي کمزورۍ او اوږدمهاله بې‌ثباتۍ سره نېغ په نېغه  تړاو لري

دی نیشنل انټرسټ همدارنګه خبرداری ورکوي چې د طالبانو ستراتیژي له القاعده او داعش سره ورته والی لري، چې پکې بشپړ کنټرول، ایډیالوژیک انحصار او د افراطي نظریې له افغانستانه بهر خپرول اساسي عناصر دي. د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، طالبان له ۲۰ څخه زیاتو سیمه‌ییزو او نړیوالو ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري

راپور یادونه کوي چې د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري وژل کېدل په هغه کور کې چې د حقاني شبکې له مشر سره تړاو درلود، د طالبانو او نړیوالو وسله‌والو ډلو ترمنځ ژورې اړیکې لا روښانه کړې

امنیتي شنونکي چې د مجلې له خوا نقل شوي وایي، د طالبانو دا ایډیالوژیک تعلیمي ماډل کولای شي د ترهګرۍ پر ضد د تېرو کلونو لاسته‌راوړنې له منځه یوسي او هغه شبکې بیا ورغوي چې تاوتریخوالی او پولې پورې غځېدلې بې‌ثباتي پیاوړې کوي. د دوی په وینا، د یوې سختې ایډیالوژۍ روزل شوې نسل رامنځته کول به جنوبي او مرکزي اسیا بې‌ثباته کړي او نړیوال امنیت ته به نوی ګواښ جوړ کړي

راپور په پای کې خبرداری ورکوي چې که دا بهیر بې‌څارې پاتې شي، نړۍ به ډېر ژر له داسې نسل سره مخ شي چې نړیوال جهاد به د دیني فریضې په توګه ګڼي، له همدې امله نړیوال حساب‌ورکول، څارنه او سیمه‌ییزه همکاري د افراطي نظریې د خپرېدو د مخنیوي لپاره حیاتي بلل شوې ده

نورخبرونه: یو امریکایی جریدې د افغان طالبانو ادعاوي بې اساسه او دروغ ثابتې کړي دي

جرمني ولې د افغان کډوالو د پناه ورکولو پروګرام ختم کړې؟

Related Articles

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

April 22, 2026

پاکستان د مسجد الاقصی کې د اسرایلي مېشتو کسانو برید او د بیرغ پورته کولو سخت غندنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې د نړیوالو قوانینو د سرغړونې له امله د سمدستي مداخلې غوښتنه کړې ده

April 22, 2026

د افغانستان د ځینو سیاسي څېرو لکه عبدالمنان شېوه شرق او مجیب‌الرحمن رحیمي له لوري تاریخي دریځ څرګند شوی، چې پکې یې د پاکستان موجوده سرحدونه منلي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *