تازه خبرونه

  پنجشیر کې امنیتي وضع خرابه شوې: اسلامي امارت مهمه اعلامیه خپره کړې

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي چې د پنجشیر او بغلان څخه دې د دولتي مامورینیو کورنۍ سمدستي انتقال شي
دا لومړې ځل دې چې د اسلامي امارت چارواکي له یوې اعلامیی لارې د امنیتي وضع د خرابیدو خبر ورکوي

د افغانستان په پنجشیر او بغلان کې امنیتي وضع خرابه شوې، د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو ریاست چارواکو مهمه خبرپاڼه جاري کړې

د افغانستان اسلامي امارت  د ریاست عمومي استخبارات له دفتر څخه یوه مهمه اعلامیه خپره شوې ده، په اعلامیه کې د پنجشیر او بغلان ولایت اړوند چارواکو ته په دې ولایتونو کې د امنیتي وضعې د ترینګلتیا په اړه خبر ورکړل شوې دې.

دا دولتي خبر پانړ چې د استخباراتو لوی ریس الحاج ملا عبدالحق لوري خپره شوي ، زیاتوي چې د مشرانو د پریکړې له مخه د وروستیو حالاتو رامنځته کیدلو وروسته دا په نظر کې نیول شوې او دا لارښوونه ورکول کیږي چې د اړوند ولسوالیو قوماندانانو سره دې خبرې وشي چې دوی مامورینو کورنۍ چې په پنجشیر او اندراب کې دي، ژر تر ژره خپلو اصلي سیمو ته ولیږي.

په خبر پاڼه کې هیله څرګنده شوې ده چې پورته یاده لارښوونه ته لازم پاملرنه وشي، مهمه ده چې یادونه وشي چې نن په مزار شریف کې د داعش خراسان ډلې یو ترهګر چې پاکستان کې په بریدونو کې ککړ وو له منځه وړل شوي دې.

نورخبرونه

پاکستان کښې ترهګري:  د داعش خراسان ډلې مشر په افغانستان کې اووژل شو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *