تازه خبرونه

پاکستان کښې ترهګري:  د داعش خراسان ډلې مشر په افغانستان کې اووژل شو

پاکستان کښې ترهګري: د داعش خراسان ډلې مشر په افغانستان کې اووژل شو
داعش حراسان لپاره لوئې زيان، پاکستان ته ځانمرګي بريد ګر استونکې کمانډر احسان عرف انوار او يو بل مهم کمانډر وژلې شويدي

د افغانستان په مزار شريف ښار کښې د پيښور کوچه رسالدار چاودنې سهولت کار وژلې شوے

داعش خراسان ډلې لپاره لوئې زيان نامعلومه بريد ګرو د افغانستان مزار شريف ښار کښې د دې ډلې مهم کمانډر احساني چې په انوار نوم هم پيژندل کيدو په ډزو وژلي دے ۔ وژلې شوي ترهه ګر پاکستان کښې د بدامنۍ په مختلف پيښو کښې ککړتيا لرله ۔ د احساني عرف انوار په بابله وئيلي کيږي چې هغه د نسل نه تاجک دے ،هغه به پاکستان ته  د چاودنو لپاره ځانمرګي بريد ګر استول او د ترهه ګرو د تربيت  ذمه واري د هغه په سر وه ۔ د داعش کمانډر درې کاله مخکښې د پيښور قصه خوانۍ بازار په کوچه رسالدار جومات باندې شوي د ځانمرګي چاودنه کښې د پاکستان سيکيورټي ادارو لخوا مهم سهولت کار نامزد کړي شوي وو۔ د پيښور په دې چاودنه کښې ۶۷ کسان شهيد او ۱۹۴ ټپيان شوي وو  ۔

افغانستان اوس هم د ترهه ګرو لوئې مرکز دے

 سرچينو ترمخه تاجکستان سره تعلق لرونکې يو بل خود کش بريد ګر هم  د انټلي جنس اطلاعاتو په بنياد يوې کارروائۍ دوران په افغانستان کښې  وژلې شوېدے،دې  بريد ګر پيښور کښې د عيسانو  کليسه  باندې د حملې منصوبه لرله ۔ د داعش ډلې مهم کمانډرانو وژنه د دې تنظيم لپاره لوئې زيان دے ۔ ياده دې وي چې افغانستان کښې ميشته داعش ډله په خېبرپښتونخوا  او په خصوصي توګه کوئټه او د ملک نورو ښارونوکښې د شيعه ګانو په جوماتونو،امام باړو او نور مقاماتو باندې حملو کښې ککړ ده او دې ډلې د بريدونو ذمه واري هم قبول کړيده ۔ د داعش دوه مهم جنګيالي په داسې مهال افغانستان کښې وژل کيږي چې افغان دولت دعوي لري چې دې هيواد کښې ئې داعش ډله ډيره ځپلې ده، د دې تنظيم مهم  کمانډران وژلي شوي يا جيلونو کښې بنديوان کړي شويدي ولې د پاکستان بشمول د افغانستان ټول ګاونډي هيوادونه انديښنې لري چې د افغانستان خاوره اوس هم  د نړي وال ترهه ګرو لپاره خوندي ځائې دے چې ورته د اسلامي امارت ملاټر هم ترلاسه دے دغه رنګ د متحده قامونو سلامتي کونسل هم  خپل يو راپور کښې وئيلي وو چې د پاکستان د کالعدم تنظيمونو،داعش،القاعده او نور ترهه ګر ډلو په سوؤنو جنګيالي په افغانستان کښې ميشته دي کوم چې د منطقې بشمول ټولې نړۍ لپاره لوئې ګواښ دے او افغان دولت څخه ئې د دې ډلو په ضد موثره او فوري کارروائۍ مطالبه هم کړېده ۔

نورخبرونه

قبایلي سیمه سورغر کښې د داعش خراسان کمانډر وژل شوې

Related Articles

تر هغه وخته پورې چې د افغانستان له خاورې څخه د سرحد پار تشدد لړۍ نه ودرول شي، د طالبانو د ثبات او سولې ادعاوې په عملي توګه تشې او بې اغېزې پاتې کېږي

February 7, 2026

په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي بریدګر د افغانستان څو ځلې سفرونه ثابته شوي، امنیتي سرچینو د طالبانو واک د “ترهګرۍ مرکز” بللی

February 6, 2026

په اسلام‌اباد کې د امام بارګاه په چاودنه کې ګڼ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ژوبل شوي دي

February 6, 2026

د اسلام‌اباد ښاروالۍ ادارې (CDA) په وینا، ډان نیوز د تاریخي یادگار د لیږد په اړه ناسم راپور خپور کړی، چې له امله یې خلکو ته غلط فهمي رامنځته شوې ده

February 6, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *