تازه خبرونه

 پاکستان  له افغان خاورې  په تاجکستان د ډرون برید غندلی،  دا ی یو لوی  جدي ګواښ ګرځولې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د چین او تاجکستان سره همغږي څرګنده کړه وروسته له هغې چې له وسله‌والو په دې ډرون برید کې د افغانستان پولې ته نېږدې درې چینایي وګړو ژوند له لاسه ورکړو
د امنیتي سرچینو ترمخه د تاجکستان او افغانستان په سرحدي سییمو کې هم یو شمیر وسله والې ډلې شتون لري

پاکستان په دې ډرون برید د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او له افغان خاورې ی دا برید یو ستر ګواښ بللې دې

اسلام‌آباد:  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان په جنوب کې د ډرون په برید کې د یوې چینایي کمپنۍ د درې کارکوونکو د وژنې په کلکه  غندنه کړې ده. پاکستان ویلي چې وسله‌وال ډرونونه د افغانستان له خاورې خپل هدف ته رسیدل جدي ګواښ او د برید د تر سره کوونکو بې باکۍ څرګندوي

د تاجک چارواکو په وینا، د جنګې وسلو او بمونو ډک ډرون په مرسته پر چینایي کارکوونکو برید شوی چې ټول درې چینیان یې ووژلی دی

د پاکستان همغږي او غمرازي

د جمعې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې، پاکستان د چین او تاجکستان سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د برید عمل ی یو لوی ډارن عمل بللی دی. وزارت ټینګار کړی چې د افغان خاورې کارول د ګاونډیو هېوادونو یا نورو هېوادونو پر ضد د برید لپاره هېڅکله د منلو نه دي

د وزارت وینا وه د ګاونډي په توګه چې پاکستان په پرله‌پسې ډول د افغان خاورې له لارې د ترهګرو بریدونو سره مخ شوی، موږ د خپلو چینایي ملګرو او تاجک شریکانو د غم او اندېښنو سره په بشپړه توګه همدردي کوو

د سیمې لپاره د اقدام غوښتنه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل یوازې د هغه کسانو پر ضد دې روښانه او باوري اقدام وشي   چې له افغان خاورې ترهګریز فعالیتونه کوي،دا اقدام د سیمه‌ییز ثبات لپاره ګټور دی. پاکستان ژمنه وکړه چې د چین، تاجکستان او نورو سیمه‌ییزو شریکانو سره په نږدې همکارۍ به د سولې او ثبات ساتنې هڅې دوامداره کړي

د سیمې امنیتي اندېښنې

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ۱،۳۵۰ کیلومتره غرنیزه پوله کې ترهګر فعاله پاتې دي. د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې د ناقانونه ګرځول شوې  تحریک طالبان پاکستان  له لوري د سرحدي ترهګرۍ له امله ځپل شوې دي. افغان طالبان بیا تل ددې خبرې رد کوی چې ترهګر له دوی خاورې بریدونه کوي

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د داعش او القاعدې د بندیزونو کمیټې ویلي چې ټي ټي پي د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره جدي ګواښ دی او له افغان چارواکو یې لوژستیکي او مادي ملاتړ ترلاسه کړی

د تاجکستان غبرګون د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، چې له ۱۹۹۲ کال راهیسې په واک کې دی، پر طالبانو سخت انتقاد کړی او پر هغوی یې غږ کړی چې د افغان تاجکانو حقوق رعایت کړي. سره له دې چې تاجکستان له طالبانو سره په ځینو برخو کې محتاط تعامل کړی، خو په سرحدي سیمو کې د افراطیت په اړه تل خبردار پاتې دی. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ګاونډي هېواد کې موقعیت لرونکې جنايي ډلې لا هم د سرحدي سیمو د بې ثباتۍ لپاره فعالیتونه ترسره کوي

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *