تازه خبرونه

 پاکستان سټیټ بینک: په   ملکی کچه د سود شرحې او ګرانۍ د کمي سره اقتصادي اعتماد بحال شوې

د پاکستان اقتصادي پرمختګ په اړه ایی بی ای او ایس بي پې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر سروې ښيي چې د کاروباري باور ۵۳ اعشاریه ۴ فيصدي ته زیات شوی
اقتصاد پوهان وایی چې د پاکستان سټیټ بینک لوري دا سروې د پاکستان اقتصادي پرمختګ په اړه وده ښایی او دا یو مثبت پرمختګ دې

د پاکستان سټیټ بینک په سروی کی ویل شوي دا باور د پیسو د نرمې تګلارې له امله پیاوړی شوی ځکه چې سټېټ بینک د سود کچه نیم فیصده کمه کړې

اسلام‌اباد : د پاکستان سټیټ بینک او د انسټیټیوټ آف بزنس ایډمنسټریشن سروی ښیې چې په کال  ۲۰۲۵ د دسمبر په میاشت کې کاروباري باور زیات شوی  او په  ملکی کچه د سوداګرۍ  فضا مثبته پاتې شوې ده

د ادارو د سروې تر مخه کاروباري باور ۵۳ اعشاریه ۴ فيصدي  ته رسېدلی دې کوم چې ښه او مثبت پرمختګ په ګوته کوي  

که څه هم د اکتوبر د میاشتې په پرتله په دی کی کموښت لیدل کیږی خو بیا هم اقتصاد پوهان دا یو مثبت نښه ګنړی کوم چی د ۵۰ درجی څخه زیات وی  او وویلی کیږی په راتلونکی کی په دی باور کی نور هم لوړ والی راشي

په سروی کی ویلی شوی دا باور د پیسو د نرمې تګلارې له امله پیاوړی شوی ځکه چې سټېټ بینک د سود کچه نیم فیصده  کمه  کړې او ۱۰ اعشاریه ۵ سلنې ته یې راکوزه کړی  ده

 اقتصاد پوهان وایی د سود د شرحی د کمی له وجی د پور اخیستلو لګښتونه راکم  شوی او پانګونې ته ی زمینه برابره کړی

 همداراز، د ګرانی د  کمېدو سره د کاروبارونو لګښتونه او د مصرف کوونکو فشارونه هم راکم کړي دي

سروې دا هم ښيي چې د بهرني  څانګی حالت ښه شوی او  د جاری کهاتو یا کرنټ اکاونټ سرپلس ته راغلی  سروی ښیې د بهرنیو زېرمو یا غیر ملکی زرمبادلی زیاتوالی د اقتصاد د ثبات لامل ګرځېدلی د.

اقتصادی پرمختیایی کارونه زیات شوي او د نوو ګمارنو پلانونه هم د ښه کېدو طرفته روان دی  چې دا د صنعتي فعالیت او روزګار په برخه کې پرمختګ څرګندوي

اقتصادپوهان وايي، دا پایلې د پاکستان د اقتصاد د زیاتېدونکې زغم او ثبات څرګندونه کوي، چې د آیی ایم ایف  تر ملاتړ لاندې اصلاحاتو او د پالیسۍ د ښه همغږۍ له امله پیاوړې شوې ده. په سروې کې ویلی شوی  کاروبارونه په احتیاطي ډول هیله‌مند دي چې که د پالیسۍ تسلسل او د اصلاحاتو بهیر روان پاتې شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به اقتصادي وضعیت نور هم ښه شي

 دغه سروې ښيي چې د پاکستان اقتصاد قلاره رغېدو په لور روان دی، او د باور ښه کېدل د لا زیات ثبات او دوامدارې ودې هیله څرګندوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *