تازه خبرونه

پاکستان ستونزې د امن او خبرواترو له لارې هوارول غواړي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې پاکستان د ترهګریزو بریدونو قرباني پاتې شوي دې او په واشنګټن کې د یو افغان لوري ترهګریز برید په کلکه غندي
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې مقبوضه کشمیر کې کشمیري مسلمانان د هند پوځ جبر او ظلمونو سره مخ دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د سند صوبې په اړه د هند لوري بیانونه تش خیالونه او مفروضې دي ، ویاند ویلي هند کې د لږکیو حقونو څخه سرغړونه کیږي

اسلام‌اباد :  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په اوونیز میډیا بریفنګ کې ویلي دي چې پاکستان د ترهګریز بریدونه قرباني پاتې شوې دې نو ځکه وړمه ورځ د امریکا په واشنګټن ډي سي کې ترهګریز برید په سختو ټکو کې غندي

د پاکستان وزارت خارجه ویاند وویل چې پاکستان پر ضد چې کوم بریدونو شوي د هغو ټولو بریدونو په اړه پلانونه او اړیکې افغانستان سره نښلی او دا پلانونه په څرګنده توګه افغانستان سره تړاو لري

ویاند طاهر اندرابي د جمعې ورځې په اونیز خبري بریفنګ کې وویل چې په واشنګټن ډي سي کې د ډزو پېښه کې وژل شوي امریکايي پوځی سره ژوره خواخوږي څرګندوو، او د ټپیانو د ژر رغېدو لپاره دعا کوو. هغه وویل، چې په امریکا کې پر یو ځانګړي هدف  برید بې له شکه د امریکا په خاوره یو لوی جدي ترهګیز برید دې

د ویاند په وینا، پاکستان د کلونو په اوږدو کې د ترهګرۍ ګڼې پېښې تېرې کړي، او د پاکستان پر ضد شویو بریدونو ریښې روښانه ډول له افغانستان سره لګېږي. هغه زیاته کړه چې د واشنګټن پېښه په نړیواله کچه د ترهګرۍ د اندېښمنو فعالیتونو بیا راڅرګندېدل ښيي، او نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو ته چټکتیا ورکړي

طاهر اندرابي زیاته کړه چې په تاجکستان کې درې چینایي اتباع د وژلو پېښه هم په کلکه غندو، او له افغانستانه غواړو چې د خپلې خاورې د کارولو له لارې په سیمه کې د ترهګرۍ مخه ونیسي. هغه وویل چې پاکستان د ستونزو سوله‌ییز حل پلوی دی.

ویاند اوویل او ټینګار ی وکړو چې د هند له اړخه د سند د ایالت په اړه څرګندونې  د تشو خیالونو  او مفروضې پر بنسټ ولاړې دي، زیاته ی کړه چې  پاکستان به د خپل ملي دفاع په برخه کې هېڅ ډول سازش و نه مني

هغه د مقبوضه کشمیر پر وضعیت په سختو ټکو خبرې وکړې او وې ویل چې کشمیریان د هندي ځواکونو له جبر، زندانونو، شکنجې او وحشیانه ظلم سره مخ دي. د ویاند په وینا، پاکستان د خبرو اترو له لارې د شخړو سوله‌ییز حل غواړي، خو د ملګرو ملتونو د متخصصینو وروستۍ راپور ښيي چې د مقبوضه کشمیر د بشري حقونو سرغړونې نړي ته راښکار شوي دي او شاوخوا ۲۸۰۰ کشمیریان د هند په زندانونو  کې دي

طاهر اندرابي وویل چې پاکستان له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر هند د جبري اقداماتو د ختمولو او د بندیانو د خوشې کولو لپاره فشار زیات کړي. هغه وویل پاکستان ته د تاریخي بابري جومات پر ځای د مندر د بېرغ پورته کېدو په تړاو ژورې اندېښنې شته، او په هند کې د لږکیو، په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر ضد د کرکې د زیاتېدو پر دوامداره اقداماتو سخت اعتراض لرو

د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه چې پاکستان د اسراییلو له خوا پر فلسطین په ځانګړي ډول پر غزه د خونړیو بریدونو کلکه غندنه کوي. په دې حملو کې ګڼ شمېر بې‌وسه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، شهیدان شوي دي.

له دې وړاندې هم ویاند د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمه کې د افغان لوري د ډرون برید په کله غندنه وکړه او غوښتنه ی وکړه چې دا بریدونه سیمه ایز امنیت لپاره ستر ګواښ دې .

مهمه ده چې یادونه وشی چې د تاجکستان حکومت هم منلې او تاید کړې ده چې له افغان لوری ددوی پر سیمه ډرون برید شوې دې چې په پایله کې د یوې چینایی کمپنۍ درې چینایی وګړو ژوند له لاسه ورکړ

نورخبرونه

افغانستان  لوري د چینايي کارکوونکو پر ضد وسله‌وال ډرون بریدونه شوی: تاجکستان

پاکستان  له افغان خاورې  په تاجکستان د ډرون برید غندلی،  دا ی یو لوی  جدي ګواښ ګرځولې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *