د ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي سفیر عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په بریفنګ کې د پاکستان تاریخي رول روښانه کړ. هغه وویل پاکستان له تېرو شپږو لسیزو راهیسې د ملګرو ملتونو د سولې ماموریتونو کې له تر ټولو زیات پوځ ورکوونکو هېوادونو څخه دی
د پاکستان د سرتېرو خدمات او قربانۍ
نوموړي وویل چې تر اوسه له ۲۵۰ زره زیات پاکستاني سرتېري د نړۍ په ۴۸ بېلابېلو ماموریتونو کې دندې ترسره کړې دي، او د نړیوالې سولې لپاره ۱۸۲ پاکستاني سرتېرو خپل ژوند قرباني کړی دی
د سولې ماموریتونو پر وړاندې ننګونې
سفیر زیاته کړه چې د سولې ځواکونه په سختو شرایطو کې کار کوي، چیرې چې سرچینې کمې او مسوولیتونه زیات شوي دي. هغه د ډرون او غیر روایتي جګړې له امله رامنځته شوي خطرونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ټکنالوژي مهمه ده خو د انسان حضور ځای نه شي نیولای
د نړیوالو همکاریو اړتیا
عاصم افتخار وویل چې د سولې ماموریتونه د نړیوال ثبات لپاره ارزانه او اغېزمنه لاره ده. هغه د پاکستان او ډنمارک ګډه همکاري هم یاده کړه او ویې ویل چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سولې ماموریتونه نور هم قوي او خوندي کړي نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان به د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له ملګرو ملتونو سره خپل همکاري جاري وساتي