تازه خبرونه

پاکستان د خيبر پښتونخوا دننه د ۴۲ کلونو پخواني افغان کډوالو کمپونه تړلي

پاکستان وايي د غیرقانوني افغان مهاجرنیو په اړه ی دغه ګام د ملي امنیت او ادارې معیارونو سره سم د کډوالو مدیریت څرګندوي
د خیبر پښتونخوا او په قبایلي سیمو کې هم غیرقانوني افغان مهاجرنیو ته لارښوونه شوې چې دوی دې په خوښه خپل هیواد افغانستان ته واپس لاړ شي

صوبایی امنیتي چارواکي وایی چې دا ګام یوازې د غیرقانوني افغان مهاجرینو په اړه اخستل کیږي او هغه بهرنیان چې قانوني اسناد ولري کولې شي پاکستان ته را داخل شي

پېښور:  د خیبر پښتونخوا   حکومتی چارواکو په ټوله صوبه  کې ۴۲ افغان کډوالو کمپونه تړلي  چې  د اوږدمهاله کډوالو د استوګنې د منظمولو لوی عملیات پای ته ورسوي

 حکومتی چارواکی وایی  دغه کمپونه ځینې له ۵۴ کلونو څخه هم زیات عمر لري او د دوه پړاوونو په جریان کې وتړل شول ،لومړۍ پړاو کې ۵ کمپونه او دویم پړاو کې ۳۷ کمپونه کډوال کیمپونه تړلی شوی دي

د چارواکو وینا ده  چې د کمپونو د تړلو په اړه وفاقي حکومت ته رسمي خبر ورکړل شوی دی. د کمپونو د بندیدو وروسته د ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیات افغان کډوالو د واپس لیږلو  پروسه پیل شوې، چې د قانون عملی کوونکو ادارو تر سختې څارنې لاندې ترسره کېږي

 د عملیاتو پر مهال پولیس او نورې امنیتي ادارې ځای پر ځای کړی شوی  ترڅو نظم او امنیت خوندي کړي

چاروکی وايي  چې دا ګامونه  یوازې د غیر راجستر شوي او غیر قانوني افغان  کډوالو پر ضد دي

. د چارواکو وینا ده ددی ګام هدف د کډوالو د استوګنې او ثبت منظمول، د قانوني استوګنې یقیني کول، او د غیر قانوني اوسیدونکو د ستنېدو اسانتیاوی برابرول دی

چارواکو ویلی چې د نیمې پیړۍ نه زیات عمر لرونکي کمپونه خپل بیړني ماموریت له لاسه ورکړی، چې د امنیت، خدماتو وړاندې کولو، او ښاري مدیریت لپاره ی ننګونې رامنځته کړې دي

 د چارواکو په وینا پاکستان نور نه شي زغملې چې د غیرقانوني مهاجرینو زور وزغمي، چارواکي دا هم ټینګار کوي چې نن سبا امنیتي ننګونه هم داسې دي چې نور دا هیواد نه شي کولې د غیرقانوني افغان مهاجرینو بار ویسي نو ځکه ی د افغان مهاجرنیو واپس افغانستان ته د لیږلو پریکړه کړې، چارواکي زیاتوي چې په افغانستان کې وس امن دې نو ځکه افغان کورنۍ باید خپل هیواد ته ستنې شي دغه عملیات د غیر رسمي استوګنې څخه د قانوني او راجستر شوې استوګنې پر لور د پالیسۍ د بدلون څرګندونه کوي، چې د بشري مرستو، ادارې، او ملي امنیت ترمنځ توازن ساتي

نورخبرونه: لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *