تازه خبرونه

پاکستان د ايران په ايټمي تنصيباتو د امريکې د حملو مذمت کړې او دا ئې د نړي وال قوانينو خلاف ورزي ګرځولې ده

ايران خلاف روان جارحيت لوجې سيمه کښې کشيدګي سيوا کيدې شي،مذاکراتو د لارې بحرانونه حل کول پکار دي،خارجه دفتر
پاکستان هم په ايران د امريکني حملو مذمت کړېدے

ايران ته د خپلې دفاع حق ترلاسه دې،پاکستان

دخارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستان د اسلامي جمهوريه ايران په جوهري تنصيباتو د امريکني حملو غندنه کوي،دا حملې د اسرائيل د جارحيت تسلسل دے پاکستان په دې سخت تشويش لري ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې په ايران حملې


د نړي وال قوانينو د ټولو اصولو خلاف وزري ده ايران ته د متحده قامونو د چارټر مطابق د خپل دفاع حق ترلاسه دے ۔ بيان کښې زياته کړي شويده چې د ايران خلاف روان جارحيت لوجې منطقه کښې کشيدګي او تشدد کښې غير معمولي اضافه راتلې شي د دې به د سيمې او نړۍ په ملکونو بد اثرات پريوځي ۔ خارجه دفتر ترجمان ايران ۔ اسرائيل جهګړه کښې د عام وګړو د ځان او مال تحفظ يقيني کول ضروري ګرځولي دي او په فريقينو ئې زور راوړېدے چې د نړي وال قانون او په خصوصي توګه د بشري قانون پابندي دې وکړي او دا منطقه د بحران نه ويستو لپاره دې د ايران ۔ اسرائيل جهګړې سفارتي حل راويستلو لپاره فوري اقدامات پورته کړي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *