تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان کړکیچ: سپین بولدک سیمه کې وس امنیتي وضع ښه ده: ځایی اوسیدونکي

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي
د پاکستان دا غوښتنه چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد و نه کارول شي، افغان لوري له دې انکار کوي او د ترهګرو پر ضد اقدام نه کوي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تیرو درې میاشتو راهسي اړیکې ترینګلي دي، ،پاکستان غوښتنه کوي چې افغان خاروه دې د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ بیګا د جمعې په ورځ د چمن بارډر،سپین بولدک سیمه کې امنیتي وضع خرابه شوه او دواړه لوري په یو بل درنې ډزې وشوې

سرچینې وایی چې دواړه لوري ، پاکستان او افغانستان په یو بل د ډزو د پیل ذمه واري اچوي او په یو بل تور لګوي چې لومړې د مخالف لوري ډزې پیل شوې

بل اړخ ته د بیګا څلور ساعتونو د ډزو وروسته، ځایی اولس رسنیو ته ویلي دي چې وس په سیمه کې ډزې نشته دې او عام اولس خپلو کارونو کې بوخت دي

مهمه ده چې یادونه وشی، د پاکستان چارواکو ترمخه له افغان لوري پاکستان سره دا لیکلې ژمنه نه کیږي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاروي، امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې هم دا ی لامل دې چې د دوحه خبرو وروسته د استنبول مذاکرات او وس په دې وروستیو کې د سعودي عربستان مذاکرات هم ناکام شول

سیاسي او دفاعي شنونکو ترمخه د افغان لوري دا ضد چې د ترهګرو پر ضد د اقدام لیکلې ژمنه نه کوي یا د افغان خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو ژمنه هم نه کوي، دا د افغانستان په زیان تمامیږي، شنونکي وایی او ټینګار کوي چې که چرې افغانستان ددې خبرې لیکلې باور ورکړي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي نو بیا امکان لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو مثبت پرمختګ وشي او په سرحد دا کړکیچ پای ته ورسي

نورخبرونه

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سرحد په پرانستلو جنجال- افغان لوري باور غواړي-پاکستان هم لیکلې ژمنه غواړي

سعودي عربستان کې د پاکستان او افغانستان خبرې ناکامه شوي

د متقي لوري پر پاکستان نیوکې: څیړونکو د متقي نیوکې غیرمسولانه بللي

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *