پاکستان غزه ته د خپلو ځواکونو د لېږلو په اړه اټکلونه رد کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د رویټرز خبري ایجنسئ ادعاوې بېبنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د غزه په اړه د پاکستان تګلاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د چوکاټ، پارلماني څار او د اوربند او سیاسي حل ملاتړ پورې تړلې ده
د افغانستان د ازادۍ تحريک ای ایف ایف په فاریاب اولسوالۍ کې دوه طالبان وژلي

د افغانستان د ازادۍ فرنټ ،اې ایف ایف پورې تړلو جنګیالیو ادعاوی کړي چې د سهشنبې په ماښام یې د فاریاب ولایت په مرکز کې د طالبانو د لویو لارو د کندک پر یوه اډه هدفی برید کړی دی. چی دوه طالبان د مړو او یو تن د ټپی کیدو دعوی شوی ازادو سرچینو ددی […]
لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

د لنډي کوتل انتظامیه اهلکارو په لنډي کوتل کې میشت غیرقانوني افغان مهاجرینو له ورغلې او ورته ی لارښوونه کړې ده چې دوی دې له سیمې خپل هیواد ته واپس ستانه شي
افغان طالب چارواکي وایی واپس راستانه شوي افغان مهاجرینو ته تورخم کې عامه پوهاوې ورکړل شو

افغان طالب چارواکو د راپور ترمخه د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري تورخم کې واپس راستانه شوو ۴۲۰ کورنیو سره د مالي مرستې په توګه ۳۴۷۰۰۰۰ افغانۍ مرسته هم وشوه
پاکستان: د پي تي آیی مشر په اړه د ملګرو ملتونو دعوې ناسمې دي

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري
هیڅوک اجازه نه لري چې له افغانستان څخه د بل هیواد پر ضد جګړې له لاړ شي: افغان دیني عالمان

د افغان طالب چارواکو سره په ګډه غونډه کې افغان دیني عالمانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د بهرني تجاوز په صورت کې د نظام او خاورې دفاع فرض عین ګڼل کېږي
افغانستان کې ترهګرې ډلې د پاکستان او سیمې لپاره لوی خطر

روس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده او دا ترهګرۍ ډلې ی د افغانستان او ګاونډي هیوادونو لپاره لوی ګواښ بللې
جلال اباد کې د افغان سوداګرو مهمه غونډه شوې

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي
پاکستان او افغانستان کړکیچ: سپین بولدک سیمه کې وس امنیتي وضع ښه ده: ځایی اوسیدونکي

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي
پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ بیا نښته شوې

امنیتي سرچینې وایی په چمن سپین بودلدک سرحد افغان لوري پر پاکستاني مورچو ډزې وشې چې بیا پاکستان ځواکونو هم ددې برید ځواب ورکړو