تازه خبرونه

لنډي کوتل کې غیرقانوني افغان مهاجرینو له خبردارۍ ورکړل شو

د لنډي کوتل انتظامیه اهلکارو په لنډي کوتل کې میشت غیرقانوني افغان مهاجرینو له ورغلې او ورته ی لارښوونه کړې ده چې دوی دې له سیمې خپل هیواد ته واپس ستانه شي
د لنډي کوتل ځایی خلکو ترمخه په دې څو ورځو کې یو شمیر افغان کورنۍ په خپله خوښه واپس خپل هیواد افغانستان ته ستنې شوي دي

د لنډي کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر شهاب الدین د ګاګرې په سیمه کې میشت غیرقانوني افغان کورنیو غړو سره ولاړ دې، افغان کورنیو ته ی لارښوونه کړې چې دوی د په عزت سره خپل هیواد ته ستانه شي

لنډي کوتل: پاک افغان سرحد تورخم سره نزدې لنډي کوتل تحصیل کې ځایی انتظامي افسران او د پولیس افسرانو په سیمه کې میشت غیرقانوني افغان مهاجرینو ته لارښوونه کړې ده چې دوی دې له سیمې افغانستان ته ستانه شي

 د بشپړ معلوماتو او تفصیلاتو ترمخه  د لنډي کوتل ایډیشنل اسسټنټ کمشنر شهاب الدین د پولیسو د ایډیشنل ایس ایچ او عظمت ولي شینواري سره یوځای، د لنډي کوتل د ګاګره سیمې په بېلابېلو ځایونو کې له هغو افغان وګړو سره جرګه وکړه چې په غیرقانوني توګه په دې سیمه کې مشیت دي

 د لنډي کوتل انتظامیی  افسرانو افغان وګړو ته لارښوونه وکړه چې په عزت سره خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي

په دې موقع د لنډي کوتل د ضلعي انتظامیې چارواکو رسنیو ته وویل چې د لنډي کوتل په سب ډویژن کې له غیرقانوني مېشتو افغان وګړو سره د وتلو په اړه جرګې پیل شوې دي او افغان وګړو ته ځانګړې لارښوونه شوې ده چې دوی دې په  عزت او درناوي سره خپل هېواد افغانستان ته واپس لاړ شي

مهمه ده چې یادونه وشی چې دوه ورځې وړاندې هم په باړه تحصیل کې د سیکوریټي فورسر اهلکارو لوری په باړه بازار کې غیرقانوني افغان مهاجرینو ته لارښوونه وشوه چې دوی دې له سیمې څخه اووځي او خپل هیواد افغانستان ته دې لاړ شي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *