تازه خبرونه

زمبابوې: هرارې کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه

د زمبابوې په ښار هرارې کې د پاکستان انډر ۱۹ کرکټ لوبډلې د افغانستان کرکټ لوبډلې ته په یوه ویکټه ماتې ورکړه
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرکټ دا لوبه ډیره خوندوره وه او نندارچیانو دې لوبې څخه ډیر خوند واخستو

دا لوبه د زمبابوې په پلازمېنه هراري کې وشوه، چې پکې د افغانستان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۲۶ منډې جوړې کړې وې

د پاکستان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه زړه پورې لوبه ترسره شوه، په  انډر–۱۹ درې‌اړخیزه لوبلړۍ کې پاکستان د  یو په زړه پورې  مېچ تر پای وروسته افغانستان ته په یوه وېکټه ماتې ورکړه

دا لوبه د زمبابوې په پلازمېنه هراري کې وشوه، چې پکې د افغانستان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۲۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل

د افغانستان له لوري عثمان ۷۵ منډې او د لوبډلې کپتان محبوب خان ۴۹ منډې جوړې کړې. د پاکستان له خوا عثمان خان څلور لوبغاړي وسوځول، محمد صیام او دانیال علي دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول

په ځواب کې د پاکستان کپتان فرحان یوسف ۶۵ منډې جوړې کړې، خو نور توپ وهونکي ډېر وخت په میدان کې و نه دریدل. په دې حساس حالت کې وېکټ‌کېپر توپ وهونکي حمزه ظہور پاکستان له سخت فشار څخه بهر کړو

ده تر ټولو مخکې له دانیال خان سره د ۳۶ منډو شراکت وکړ. تر ۲۰۱ منډو پورې د پاکستان ۹ لوبغاړي وسوځېدل، خو حمزه ظہور کلک ودرېد او درې توپونه مخکې یې لوبه پاکستان لپاره وګټله

حمزه ظہور یوازې په ۵۱ توپونو ۸ څلوریزې او یو شپږیزه ووهله او ۶۸ منډې یې د بریا تر پایه جوړ کړې

نورخبرونه: پاکستان او هند ۴۱یو څلویښت کاله پس مخامخ کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *