تازه خبرونه

پاکستاني پیلوټانو دوبۍ  ایر شو کې هندي پیلوټانو ته د چای څښلو وړاندیز

دوبۍ ایر شو کې هندي پیلوټان د پاکستان هوایی ځواک پویلین ته ورغلل او د پاکستان ایر فورس پیلوټانو ی تود هرکلې کړې دې
په رسنیو دې انځور په اړه غبرګونو مخې ته راغلي او د د هند او پاکستان پیلوټانو دا انځور ی ډیر خوښ کړې دې

په رسنیو یو انځور خپور شوې چې پکې ښکار هندي پیلوټان د پاکستان په پویلین ولاړ یو پیلوټ سره خبرې کوي او دواړو لوري مسکا کوي

دوبۍ کې روان نړیوال ایئرشو ۲۰۲۵ پر مهال هندي پيلوټانو د پاکستان هوايي ځواک پویلین دوره کړې ده  او د پاکستاني پيلوټانو سره یې مخامخ ملاقات وکړ

په رسنیو داسې انځور خپور شوې چې درې هندي پیلوټان یا د هند هوایی ځواک افسران چې په سرکاري یونیفور کې دي ، د پاکستان د جې ایف ۱۷ تندر الوتکې د پویلین مخې ته دي او پاکستاني پیلوټ سره خبرې کوي او دواړه لوري پیلوټان مسکا کوي

 هندي پيلوټانو د پاکستان جې ایف ۱۷ تندر  جنګي الوتکو ترڅنګ  انځورونو هم اخیستل شوي  او د لیدنې پر مهال پاکستاني پیلوټانو هندي پیلوټانو ته د چای څښلو دعوت هم ورکړو

یادونه کېږي چې د مې میاشتې په نښته کې د پاکستان او هند ترمنځ د هوايي ټکر وروسته، د پاکستان هوايي ځواک شهرت په نړیواله کچه ولیدل شو ،  ویل کېږي چې پاکستان په دې جګړه کې د رافیل په شمول د هند ۶  تر ۷ جنګي الوتکې رانسکورې کړې وې

مهمه ده چې یادونه وشی  چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون ګڼو نړیوالو څېړونکو او دفاعي کارپوهانو څو څو ځله پر دې اعتراف کړی دی چې پاکستاني جنګي الوتکو د هندي الوتکې رانسکورې کړي دي او هند ته ی په یو تاریخي فضایی جنګ کې ماتې ورکړې ده

 د عام ولس غبرګون

په ټولنیزو رسنیو د  دوبۍ ایئرشو ۲۰۲۵ کې د پاکستان هوايي ځواک  او هندوستان هوايي ځواک  د افسرانو ترمنځ د مسلکي او ښې اړیکې یوه بېلګه ښکاره کوي.

د راپورونو له مخې، هندي پیلوټان د پاکستان هوايي ځواک پویلین ته ورغلي وو، چېرې چې هغوی ته د جې ایف ۱۷ تندر جنګي الوتکې د وړتیاوو او ځانګړتیاوو په اړه معلومات ورکړل شول. د ملاقات پر مهال هندي افسرانو دجې ایف ۱۷ تندر الوتکې ترڅنګ یادګاري عکسونه هم اخیستي.

په انځور کې ښکاره لیدل شي چې  د پاکستان هوايي ځواک اهلکارانو او پیلوټانو د هند هوایی ځواک پیلوټانو او افسرانو  د هرکلي لپاره یو  مسلکي او دوستانه چاپېریال برابر کړی و او د مېلمه پالنې په توګه یې هغوی ته د چای څښلو وړاندیز هم کړې چې دا صحنه د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لخوا ستایل شوې

پوځې او هوايي چارو شنونکي وايي چې د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله پوځي سیالۍ او تاوتریخوالي په تاریخ کې دا ډول تعامل ډېر کم لیدل کېږي خو په نړیواله کچه  ایئرشوګانې  د هغو محدودو ډیپلوماټیکو ځایونو څخه دي چېرې چې د دواړو هوايي ځواکونو افسران یو بل سره د مخامخ کیدلو فرصت ترلاسه کوي

په انځور کې ښکاري چې د هند هوایی ځواک اهلکار د پاکستان جې ایف ۱۷ جنګي الوتکې مخې ته عکس اخلي

   د هند هوایی ځواک مشرانو هندي پیلوټانو پر ضد پلټنې پیل کړي

راپورونه وایي چې د هندوستان هوايي ځواک   لخوا پلټنې پیل شوې دي،دا پلټنې  وروسته له هغې پیل شوي چې د دوبۍ ایئرشو ۲۰۲۵ پر مهال د هند هوایی ځواک  افسران د پاکستان  جې ایف ۱۷ تندر جنګي الوتکې ترڅنګ د عکس اخیستلو په یو وایرل شوي انځور کې ښکاره شول

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي معلوماتو له مخې، د هند هوایی ځواک  افسرانو نه یوازې د جې ایف ۱۷ الوتکې  ترڅنګ عکسونه اخیستي، بلکې د پاکستان هوايي ځواک ،پی اې ایف  له پیلوټانو سره یې دوستانه خبرې هم کړي او  د پاکستان پیلوټانو لوري  د مېلمه پالنې په توګه هندي افسرانو ته د چای وړاندیز هم وکړو

د هندي رسنیو د ادعا له مخې، د پلټنې اصلي لامل دا دی چې جې ایف ۱۷ الوتکې هغه الوتکې دي  چې د پاکستان لخوا د ۲۰۱۹ فضایي جګړې پر مهال د هند پر ضد کارول شوې وه، او په دې اړه د عامو خلکو او جګپوړو پوځي حلقو دننه بحثونه راپورته شوي چې یو شمېر افسران ولې د “دښمن وسلې” ترڅنګ عکسونه اخلي.

سرچینې وايي چې هندي فضایی ځواک لوړ پوړه افسرانو  د هغو افسرانو تر پوښتنو لاندې راوستلو پروسه پیل کړې ده چې په انځور کې ښکاري، او څېړنه به وڅېړي چې آیا دوی د ادارې د پروتوکول کوم سرغړونه کړې که نه

په ورته وخت کې، د دفاعي شنونکو یوه ډله وايي چې په نړیوالو ایئرشوګانو کې د پوځي افسرانو د مسلکي تعامل او عکس اخیستلو موضوع نورمال بین‌المللي عمل دی، خو جنجال د هند او پاکستان د تاریخي دښمنۍ  له امله راولاړ شوې دې

نورخبرونه: د پاکستان بریا په نړیوال کچ اومنل شوه : امریکا تاید کړې چې پاکستان هند ته ماتې ورکړې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *