تازه خبرونه

ټانک کې د جونو او هلکانو سکولونو په بمونو والوځول شول

د ټانک په پولیسوتاڼه صدر حدودو کې د جونو او د پولیسو تاڼه ګل امام په حدودو کې د هلکانو ښوونځي په بمونو والوځول شول
د ټانک په شمول د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ترهګر سکولونه په نښه کوي او په بمونو ی الوځوي

د ټانګ پولیس وایی د پښو پلټنې ی پیل کړي دي خو تراوسه ی څوک نه دي نیولي

ټانک :  د ټانک په بېلابېلو سیمو کې دوه دولتي ښوونځي د بارودي موادو په چاودنو الوځول شوي دي. د امنیتي سرچینو ترمخې، نامعلومو کسانو ښوونځي نن د جمعې به ورځ  سهار او ماسپخین  بېلابېلو وختونو کې په نښه کړي او الوځولي دي

لمړۍ پېښه د تھانہ صدر په حدود کې د کړي عمرخان په کلي کې رامنځته شوې، چیرې چې ناڅرګندو کسانو د ګورنمنټ ګرلز پرائمري سکول ودانۍ د بارودي چاودنې له لارې نړولې ده

د سرچینو ترمخه  چاودنه د سهار وختي شوې او د خوشبختۍ خبره دا ده چې سکول ته زده کوونکې  ښوونځي ته نه وې رارسېدلې، نو کوم ځاني زیان نه دی رامنځته شوی

دوهم برید د ورځې وروستو د تھانہ ګل امام په حدود کې د اکبري کلي کې شوی، چیرې چې د ګورنمنټ بوائز هاي سکول اکبري د بارودي چاودنې له امله زیانمن شوی دی. د سرچینو په وینا، ښوونځي څخه چې کله زده کوونکي رخصت شول نو له هغې وروسته  چاودنه شوې او ودانۍ ته ی زیان رسولې دې

د پیښو له اعلان وروسته، د پولیسو او امنیتي ځواکونه په زیات شمیر کې دواړو ځایونو ته رسیدلي دي او پلټنې ی پیل کړي دي

سرچینو ویلي دي  چې د نن په یوه ورځ کې دوه ښوونځي د بمي بریدونو ښکار شوي دي، وایی چې په دې بریدونو کې  د هلکانو او نجونو دواړه سرکاري  ښوونځي هدف ګرځیدلي دي او الوځول شوي دي

د زده‌کړو د څانګې مسؤلینو، محکمه تعلیم اړوند اهلکارو  تایید کړې چې دواړه ښوونځي فعال او فنکشنل وو، او ښوونځیو ته زده کوونکي راتلل 

امنیتي سرچینې وایي چې د بریدونو د اصلي عاملینو د نیولو لپاره پلټنې پیل شوې دي، خو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او د برید مسئولیت هم  چا نه دی منلی

نورخبرونه

ټانک کې له منځه وړل شوي ترهګرو کې ۵ ماشومان هم شامل دي

ډیره اسماعیل خان کې ترهګرو د ایف سي ځواک یو اهلکار شهید کړې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *