تازه خبرونه

وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې قامي سلامتيا کميټۍ اجلاس، په ايران د امريکې حمله تاؤ تريخوالی سيوا کيدو سبب ګرځولې شويدی

ايران کښې د بے ګناه وګړو په شهادت افسوس او تعزيت څرګندونې ،ايران د خپل دفاع حق لرې،د اجلاس اعلاميه
وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې قامي سلامتيا کميټۍ اجلاس، په ايران د امريکې حمله تاؤ تريخوالی سيوا کيدو سبب ګرځولې شويدی

په ايران حملے او د پاکستان موقف

د وزير اعظم هاؤس لخوا جاري شوی بيان ترمخه قامی سلامتیا کمېټۍ غونډه کښې د ايران خلاف اسرائیلیږ جارحيت وروستو منطقه کښې پيدا شوي صورتحال په معامله خبري شويدی.کميټۍ د ايران او امريکې ترمينځ مذاکراتو دوران په ايران د اسرائيل په حملو د افسوس اظهار کړيدے او وئيلی ئې دی چې دې حملو لوجی تاوتريخوالی سيوا شويدے او د ايران جوهري پروګرام شخړه د خبرو او سفارتکارۍ د لارې د حل کيدو موقعې ضائع شويدی .

اين ايس سی کمېټۍ فيصلې ترمخه ايران د متحده قامونو د چارټر مطابق د خپل دفاع حق لری. د قامي سلامتيا کميټۍ اعلامیې ترمخه پاکستان په دويشتم جون د ايران په نطنز،فرډو او اصفهان جوهري تنصيباتو باندے د امريکې په حملو تشویش لری او دا حملے د متحده قامونو د چارټر ، د نړیوال توانائۍ ايجنسۍ قراردادونو او نړيوال قوانينو خلاف ورزی ګنی.اعلاميه کښې وئيلی شويدی چې د منطقې امن او استحکام لپاره به د پاکستان کوششونه جاری وی.

اعلاميه کښې زياته کړي شويده چې فريقين دې د نړيوال بشري حقونو او قوانينو پاسداري وکړی او د متحده قامونو د چارټر مطابق دې د سفارتکارۍ او د مذاکراتو د لاری خپل مينځي کشالې ختم کړی. قامي سلامتيا کميټۍ اجلاس کښې. فيلډ مارشل عاصم منير ،د پاک فضاييه او د سمندري ځواکونو د مشر په علاوه وفاقی وزيرانو شرکت کړې وو.

وزير اعظم شهباز شريف په داسې حال د قامي سلامتي کميټۍ اجلاس رابللې ووچې د ايران او اسرائيل ترمينځ تاؤتريخوالې کښې ورځ تر بله سيوا والي راغلې دے او په ايران د امريکې حملو صورتحال بدل کړيدے

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *