تازه خبرونه

وزيراعظم شهباز شريف او چين صدر شي جن پنګ ترمينځ مهم ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو او اقتصادي شراکت دارۍ ته وده ورکول باندې اتفاق

چين به د اقتصادي پرمختګ په ټولو شعبو کښې د پاکستان مرسته جاري ساتي،شي جن پنګ
وزيراعظم شهباز شريف او چين صدر شي جن پنګ ترمينځ مهم ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو او اقتصادي شراکت دارۍ ته وده ورکول باندې اتفاق

اقتصادي پرمختګ لپاره به د پاکستان مرستې جاري وي،شي جنګ پنګ

وزيراعظم شهباز شريف د بيجنګ په ګريډ هال آف دي پيپلز کښې د چين د صدر شي جن پنګ سره ليده کاته کړيدي،دواړو مشرانو د پاکستان او چين اړيکو پراختيا،سي پيک فيز ټو منصوبې،تجارت،سرمايه کارۍ بشمول نورو شعبو کښې همکاريو او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړيدي ۔ وزير اعظم شهباز شريف د شنګهائي تعاون تنظيم د مشرانو د اجلاس په کامياب انعقاد او د فاشيزم په ضد نړي والې جهګړې د ۸۰ کليزې په موقع د چين صدر له مبارکي ورکړيده ۔وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع ووئيل چې د چين پرمختګ او د جديد دور د ترقۍ منزلونه سر کولو کښې د شي جن پنګ د سياسي بصيرت او قيادت ډير لوئې لاس دے د چين په دې کاميابو پاکستان وياړ کوي او چين سره د پاکستان د اوږد مهال د ملګرتيا او د ورورلۍ رشته قائم پاتې کيدل زمونږ لپاره لوئې اعزاز دے ۔دواړو مشرانو په منطقه او نړۍ په سطح رامخې ته شوي واقعاتو او پرمختګونو په معاملو هم تفصيلي خبري کړيدي او وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د خپلواکۍ،معاشي پرمختګونو او د سيمي امنيت لپاره د پاکستان مسلسل ملاټر جاري ساتلو او په اهمو معاملو د پاکستان د موقف تائيد کولو باندې د چين د حکومت اقداماتو ستائينه کړې او شکريه ئې ادا کړيده ۔ ملاقات دوران د چين صدر شي جن پنګ پاکستان سره اړيکې نورې هم مضبوطولو د عزم اظهار کړېدے او پاکستان ئې د چين مهم شراکت دار او باوري ملګرې ګرځولې دے ۔ شي جن پنګ زياته کړيده چې سي پيک منصوبه دوئمه مرحله کښې داخل شويده د دې منصوبې لاندې د پاکستان په مهمو اقتصادي شعبو د چين ژور نظر دے او د اقتصادي پرمختګ په ټولو شعبو کښې به چين د پاکستان هر قسم مرسته جاري ساتي ۔ ملاقات په مهال دواړو مشرانو اتفاق کړېدے چې د پاکستان او چين د تعلقاتو ۷۵ کليزه به ښه په جوش او جذبې سره نمانځلي شي ، وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ له د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړيده ۔ فيلډ مارشل عاصم منير او وفاقي وزيران هم په دې ملاقات کښې موجود وو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *