تازه خبرونه

   وادي تیراه برقمبرخیل کې بمي چاودنه: څلور امنیتي سرتیري شهیدان شوي

د سرچینو ترمخه د ضلع خیبر په وادي تیراه برقمبرخیل سیمه کې د امنیتي سرتیرو یو ګاړي له ترهګرو لوري د سرک پر سرښخ یو بم له لارې هدف وګرځول شو
په ضلع خیبر کې وسله والو ډلو سره د مشرانو جرګو له لارې امن خبرې هم روانې خو امنیتي سرتیري هم هدف ګرځول کیږي

سرچینې تایدوي چې په دې بمي چاودنه کې ۴ پاکستاني امنیتي سرتیرو ژوند له لاسه ورکړې او دوه نور ټپیان شوي دي

 خیبر: د باوري سرچینو له مخې د ضلع خیبر په وادي تیراه برقمبر خیل سیمه کې د سرک په غاړه ښخ یوې بمي چاودنه وشوه چې په پایله کې ی ۴ څلور امنیتي سرتیر ژوند له لاسه ورکړو

د سرچینو ترمخه پیښه پرون  د امنیتي سرتیرو  ۱۰۳ وِنګ  راشن وړونکې پر موټ باندې د باړه تحصیل اړوند  برقمبر خېل سیمې د کړپې پوستې ته نزدې په سرک ښځ یو بم له لارې شوې وشوه

د سرچینو ترمخه په دې پېښه کې ۴ سرتېري شهیدان او ۲ نور ټپیان شوي دي، په شهیدانو سرتیرو کې سپاهي فدا نواز، سپاهي لال مدین ، سپاهي واجد او سپاهي عامر شامل دي

هغه سرتیري چې ټپیان شوي د صوبیدار یارمت خان او سپاهي ارشاد په نومونو ی پیژندنه شوي ده د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي او د امنیتي ادارو ټیمونه د سیمې وضعیت څاري

Related Articles

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

اسلام آباد کې د درنې ټرافیک بندیز د انرژۍ بحران رامنځته کړی؛ د اټک ریفاینري مرکزي یونټ بند شوی، د خامو تیلو رسونه درېدلې او د ذخیره ټانکونو د ډکېدو له امله تولید هم معطل شوی دی

April 22, 2026

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د مودې د غځېدو هرکلی کړی او د پاکستان د منځګړيتوب د رول بشپړ ملاتړ یې اعلان کړی دی

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *