تازه خبرونه

واخان دهلیز افغانستان او چین یو بل ته رانزدې کوي

افغانستان او چین هوکړه کړې چې د واخان دهلیز له لارې به دواړه هیوادونه یوبل سره ونښلوي او دا هیوادونه به یو بل ته نور زیات رانزدې شي
واخان دهلیز په دې لویه پروژه کې چین افغانستان سره د بشپړ ملاتړ څرګندونه کړې ده

اقتصاد پوهان وایی دا پرمختګ به دواړه هیوادونو یو بل ته نزدې کړي او دا به د افغانستان په ډیره لویه ګټه تمام شي

چین له افغانستان له لارې منځنۍ آسیا سره پر یو لویه پروژه د کار کولو افغانستان طالب چارواکو سره هوکړه کړې ده

چین او افغانستان په رسمي ډول موافقه کړې چې د واخان دهلیز له لارې  به دا هیواد د د بدخشان ولایت فیض آباد ښار د سینکیانګ ولایت تاشقرګان ښار سره وصل کړي، چې د ورېښمو تاریخي لاره به د لوړ سرعت سوداګرۍ په رګ بدله کړي.

ددې لوي پروژې اړوند چارواکو ترمخه دا پروژه، چې یوازې د افغانستان برخې لپاره له 500 ملیون ډالرو څخه ډیر اټکل شوې چې چین به یې لوی تمویل او تخنیکي ملاتړ چمتو کوي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سفر وخت به له ورځو څخه یوازې څو ساعتونو ته راټیټ کړي

باید دا هم یادونه وشی چې دا به د چین لوی بازار ته د افغان صادراتو لپاره مستقیم لاسرسی پرانیزي، او په کال کې به د ملیاردونو ډالرو په ارزښت ګرځندوی او د پولې هاخوا سوداګرۍ ته وده ورکړي.

مهمه ده چې یادونه وشی چې د واخان دهلیز دا لویه پروژه چې یوځل چې بشپړ شي،نو دا ستراتیژیک لویه لاره به نه یوازې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي بلکه د آسیا یو له لرې پرتو سیمو ته به دندې، زیربنا او نوي فرصتونه هم راوړي

نورخبرونه: د افغانستان اقتصادي پرمختګ: په واخان لار افغانستان چین سره نښلول کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *