تازه خبرونه

هند کې د لږکیو پر ضد کرکه ۱۳سلنه زیاته شوې

د امریکا کې د څیړنو دې ګروپ د راپور ترمخه دا شمېر د ۲۰۲۴ کال له ۱۱۶۵ او د ۲۰۲۳ کال له ثبت شوو پېښو څخه ډېر دی
د نړیوال د بشري حقونو سازمانونه د هند حکومت لږکیو سره دا خوی په کلکو ټکو کې غندلې دې

د امریکا هیواد انډیا هیټ لیب په راپور کې وایی چې د دغو پېښو ډېری برخه په هغو ایالتونو کې رامنځته شوې چېرې چې د مودي ګوند بي جي پي واکمنه ده

په هند کې د  مودي حکومت لوري  د مسلمانانو او نورو لږکیو پر ضد د کرکې په پیښو کې ۱۳دیارلس سلنه زیاتوالې راغلې دې

د امریکا یو څېړنیز ګروپ انډیا هېټ لېب له لوري په هند کې د لږکیو پر ضد د کرکېزو پېښو په اړه نوې راپور خپور کړې دې

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د مسلمانانو او نورو لږکیو پر ضد ۱۳۱۸ د کرکې پېښې ثبت شوې دي

راپور کې وایی چې دا  شمېر د ۲۰۲۴ کال له ۱۱۶۵ او د ۲۰۲۳ کال له ثبت شوو پېښو څخه ډېر دی

راپور وایي، د دغو پېښو ډېری برخه په هغو ایالتونو کې رامنځته شوې چېرې چې د مودي ګوند بي جي پي واکمنه ده  او د پاکستان هند د تاوتریخوالي پر مهال، د اپرېل له ۲۲مې تر د مې تر ۷مې پورې تر ټولو زیات، یعنې شاوخوا ۱۰۰ پېښې ثبت شوې دي

په راپور کې د ایمنسټي انټرنېشنل، هیومن رائټس واچ او نورو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو څرګندونو ته هم اشاره شوې، چې پکې د مودي د واکمنۍ پر مهال د لږکیو پر ضد د ناوړه چلند اود کرکې ډکو و پېښو د زیاتوالي اندېښنه څرګنده شوې ده

د خبري  ایجنسۍ د معلوماتو له مخې، نړیوال بشري حقونو سازمانونو له دې وړاندې هم ویلي چې د مودي په واکمنۍ کې د لږکیو پر ضد د زور زیاتي او کرکې پېښې زیاتې شوې دي دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې په هند کې د سیکانو لږکیو خالصتان تحریک هم دوام لري او د سیکانو دا تحریک په نړیواله کچه له هند څخه غوښتنه کوي چې دوی له دې د هند په پنجاب کې د آزاد او خپلواک خالصتان ریاست حق ورکړل شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *