تازه خبرونه

 نوښار کې  په پولیسو برید کې ککړ  وسله وال له منځه وړل شوې

په خیبر پښتونخوا کی اکثره ترهګر د پولیو د ساتونکو په ټیمونو بریدونه کوی
په خیبرپښتونخوا کې ترهګریز بریدونه زیات شوي

هنګو ضلع کې پر پولیسو برید وروسته ګڼ شمیر سرتیرې سیمې ته ولیږل شول او د ترهګرو د پلټنو عملیات ی پیل کړل

نوښار: د نوښار ضلعې پولیسو  تایید کړی چې هغه درېیم وسله وال  هم وژل شوی چې په نظام پور کې د پولیو د څارنې پر ټیم د وروستي برید او د پولیسو برید کولو کې ښکیل و. د چارواکو په وینا، وژل شوی بریدګر د سمیع ولد میرباز په نوم پېژندل شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله والو هغه پولیس کانسٹیبل په نښه کړی و چې د پولیو ټیم د ساتنې لپاره ی  د امنیت دنده یې ترسره کوله. یاد کانسٹیبل په برید کې شهید شوی و. برید د درې ورځني پولیو کمپاین پر مهال شوی، هغه وخت چې روغتیایي ټیمونه د ماشومانو د  پولیو قطرو ورکولو لپاره کور په کور ګرځېدل

د برید وروسته پولیسو پراخ لټونیز عملیات پیل کړل. په لومړیو دوو ورځو کې دوه وسله وال په جلا جلا نښتو کې ووژل شوی، خو درېیم کس ترې تښتېدلی و

چارواکي  وايي چې دغه وسله وال د نظام پور د غرنیو سیمو په شاوخوا کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال وموندل شو او په نښته کې ووژل شو

ولې پولیو ټیمونه د بریدونو هدف ګرځي؟

په خیبرپښتونخوا کې د پولیو واکسین ټیمونه له کلونو راهیسې وخت ناوخت د وسله والو لخوا په نښه کېږي. وسله وال هڅه کوي د پولیو د له منځه وړلو ملي هڅې کمزورې کړي، په داسې حال کې چې پاکستان لا هم د نړۍ له هغو څو هېوادونو څخه دی چې پولیو په کې بشپړ له منځه تللی نه دی. د حکومتي شمېرو له مخې، د هر کمپاین پر مهال زرګونه پولیس د پولیو ټیمونو د خونديتوب لپاره ګمارل کېږي

مقامي چارواکو د پولیو ټیم پر ضد وروستی برید د عامې روغتیا پر وړاندې ښکاره ګواښ بللی او ویلي یې دي چې په سیمه کې به امنیت نور هم پیاوړی شي، څو د واکسین کمپاین بې خنډه روان پاتې شي

پولیسو زیاته کړې چې د وسله والو د شبکې په اړه پلټنې روانې دي او امکان شته چې نور کسان هم د دې برید سره تړلي وي

نورخبرونه: زموږ ستونزه افغان ولس سره نه افغان طالب چارواکو سره ده: پاکستان

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *