تازه خبرونه

نوشکي او چاغي کې د ایف سي مرکزونو پرضد د بی ایل ایف ځانمرګي او وسله‌والو بریدونه ناکام کړل شول

څیړنی ښيې چې بلوچستان کې په دې برید کوونکو کی یوه ښځینه برید ګره هم شامله ده
امنیتي چارواکو ترمخه په بلوچستان کې ترهګرو سره مالي ملاتړ له هند لوري کیږي ، هند غواړي په هیواد کې ترهګري خپره کړي

په بلوچستان کې وخت په وخت په امنیتی ځواکونو د بریدونو ذمه واری زیات بی ایل ای یا بی ایل ایف په خپله غاړه اخلي

نوشکي/چاغي : د بلوچستان په نوشکي او چاغي ولسوالیو کې د چهارشنبې په ورځ د فرنټیر کور   مرکزونو پر ضد  وسله‌وال بریدونه د امنیتي ځواکونو په وخت اقدام سره ناکام شول، دې بریدونو پر مهال د بریدګرو او ځواکونو ترمنځ سخته نښته وشوه، امنیتي ځواکونه په میړانه وجنګیدل

لومړنیو راپورونو ته په کتو، د بلوچ لبریشن فرنټ   یو ځانمرګي بریدګر د نوشکي د نوکندي سیمې په ایف سي  هیډکوارټر د مرکزي دروازې پر وړاندې ځان والوزاوه. د چاودنې سمدستي وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ څو ساعته ډزې روانې وې

سرچینې وايي چې برید دا بی ایل ایف  له لوري پلان شوی و، خو د امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام د زیان مخه ونیوله. د چاغي ایس ایس پي محمد شریف په وینا، د نښتی  وروسته په سیمه کې د لټون پراخه عملیات روان دي

تر اوسه چارواکو د برید د نوعیت، د وژل شویو او ژوبلو کسانو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي، خو په سیمو کې د امنیت سخت تدابیر نیول شوي دي

راپورونه ښيي چې په چاغي ولسوالۍ کې د ایف سي  هیډکوارټر د دروازې مخې ته د ځانمرګي موټر بم برید ادعا هم شوې. د بی ایل ایف  لخوا خپره شوې انځوریزه عامه اړیکه ښيي چې یوه ښځینه بریدګر، زرینه رفیق عرف “ترانګ ماهو”، د برید مسؤله ده. چارواکو تر اوسه د دې ادعا رسمي تصدیق نه دی کړی، خو امنیتي سرچینې وايي سیمه تر کلکې څارنې لاندې ده او د لټون عملیات دوام لري

دغه بریدونه د تېرو څو میاشتو له پېښو سره سم د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو برخه دي، چې په دې کې ګڼ وسله‌وال وژل شوي دي

نورخبرونه: بلوچستان کې فتنه الهندوستان په ضد عملیات، ۷ ترهګر له منځه وړل شوي

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *