تازه خبرونه

ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي په تیراه کې فعالیتونه

پرون کالعدم ټي ټي پي په امنیتي ځواکونو برید وکړو او درې اهلکار ی شهیدان کړل
افغان طالبانو غوښتنه کړې وه چې ټي ټي پي پلاوې دې هم استنبول خبرو کې شامل شي

د ټي ټي پي برید وروسته د تیراه په اکاخیل سیمه کې ۱۵ نور د امنیتي اهلکار لادرکه شوي دی

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه  وادي تیراه اکاخېل کې پرون ترهګره او ناقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي ،  تحريک طالبان پاکستان ډلې  په امنیتي ځواک چې په سیمه کې ی ګزمه کوله  برید وکړو، په برید کې  درې امنيتي سرتېري شهيدان او ۱۵ اهلکار ټپيان شول

پرون دا برید په داسې وخت کې ترسره شول چې د استنبول په ښار کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو دریمه ورځ وه، د افغان طالبانو دا غوښتنه چې د ټي ټي پي پلاوې دې هم د ترکي په خبرو کې شامل کړه، پاکستان رد کړه

د ناقاونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي دا برید څرګندوي چې دا ډله په پاکستان کې د امن او سوکالی راوستلو دښمنه ده او نه غواړي دلته امن وي، د راپورونو او ځایی سرچینو له مخې، په دغه بريد کې د درې سرتېرو له شهادت سره سره، شاوخوا ۱۵ سرتېري لادرکه شوي دي او د هغوی د موندلو لپاره امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي دي

په امنیتي ځواکونو دا برید هغه وخت ترسره شول چې دوی په سیمه کې د امنیت خوندي کولو لپاره ګزمه کوله، داسې وخت کې د افغان طالبانو دا غوښتنه چې د ټي ټي پي پلاوې دې هم په خبرو کې شامل کړي، ډیرې پوښتنې راولاړوي او له دې څرګندیږي چې افغان طالبانو د سولې او امن راوستلو لپاره له نورو مشورې اخلي کومې چې د سیمې په ناامنۍ او ترهګرۍ ته په وده ورکولو باندې تمامیږي

که چرې افغان طالبانو غواړي چې په سیمه کې امن وي نو دوی باید د خپلې خاورې د پاکستان په ضد د نه کارولو ضمانت ورکړي ، هم دا به یوه هوکړه وی کومه به چې د دواړو هیوادونو په ګټه تمامه شي

د افغان طالبانو حکومت باید د ضد او د نورو په لارښوونه کار و نه کړي او پاکستان سره تحریري داسې یوه ژمنه وکړي چې د پاکستان حکومت او پوځ باوري کړي ،دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیل یوه نوې بیلګه شي او دې سرې به دا ګاونډي هیوادونه یو بل ته ډیر رانزدې شي

نورخبرونه

عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي


پاکستان کښې بدامنۍ واقعاتو لپاره کالعدم ټي ټي پي،بي ايل اے او مجيد بريګيډ ډلې يو شويدي،متحده قامونو سلامتي کونسل رپورټ

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *