تازه خبرونه

د چین بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په اړه مهم بیان خپور کړې

وانګ ژی د پاکستان فیلډ مارشال جنرال عاصم منیر سره د مهمې لیدنې پر مهال ویلي، د پاکستان پوځ تل د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمنځ د رامنځته شویو مهمو موافقو په پلي کولو کې پوره ملاتړ کړی دی
د چین بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په اړه مهم بیان خپور کړې

فیلډ مارشل عاصم منیر د پاکستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د چین د مشرتابه له قېمتي مرستو څخه مننه وکړه

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی ویلي دي چې د پاکستان پوځ د ملي ثبات ستن ده او د پاک ـ چین دوستۍ او همکارۍ قوي ساتونکی ګڼل کېږي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی ترمنځ د مهمې لیدنې په تړاو خپل رسمي بیان خپور کړی دی

وانګ ژی د پاکستان فیلډ مارشال جنرال عاصم منیر سره د مهمې لیدنې پر مهال ویلي، د پاکستان پوځ تل د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمنځ د رامنځته شویو مهمو موافقو په پلي کولو کې پوره ملاتړ کړی دی

د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې چین تل په خپله ګاونډیزه دیپلوماتي کې پاکستان ته لومړیتوب ورکړی دی. ده وویل، سره له دې چې وخت ډېر سخت ازموینې راوړي دي، بیا هم د پاکستان او چین اړیکې نورې هم پیاوړې شوې دي او دواړه هېوادونه د یو بل سره په یوه قوي تاریخي دوستۍ ولاړ دي.

هغه زیاته کړه چې چین په نړیوالو چارو کې د پاکستان د مهم رول هرکلی کوي

فیلډ مارشل سید عاصم منیر د خبرو پر مهال وویل چې چین د پاکستان یو ډیر لوی قوي دوست دی. دواړه هېوادونه تل د یو بل د خوښۍ او غم په وخت کې یوځای پاتې شوي دي. د پاکستان او چین ستراتیژیک شراکت د یو لوی اوچت غر په څېر کلک دې او د چین سره دوستانه اړیکې د ټول پاکستاني ولس ګډ دریځ دې.

فیلډ مارشل عاصم منیر د پاکستان د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د چین د مشرتابه له قېمتي مرستو څخه مننه وکړه

د پاکستان د پوځ مشر زیاته کړه چې پوځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره چمتو دی. ده وویل، په پاکستان کې د چینایي کارکوونکو، پروژو او ادارو د خوندیتوب هڅې دوام لري او پاکستان ژمن دې چې د چین وګړو ژوند او مال به په بشپړه خوندي وساتلې شي

هغه په ټینګار وویل چې د پاک ـ چین دوستۍ د لا پیاوړتیا لپاره به اقدامات کېږي او د پرمختګ پر لور به ګډ سفر دوام وکړي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *