تازه خبرونه

  د پیښور  اینٹی کرپشن عدالت  غنمو پټولو مقدمه کې د ککړو کسانو په اړه مقدمه کې اوریدنه کړې

په صوبایی حکومتي محکمه تور دی چی ددې محکمې اهلکارانو د سرکاری غنمو ۳۳۰۰ بوریئ غنم پټ کړي دي
د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت د غنمو په دی غبن کی پینځه تورن کسان نیولې

د خیبر پښتونخوا دې سرکاري اهلکارو د غنمو پټولو وروسته قامی خزانی ته ۱۹ کروړ ۶۰ لکه روپو تاوان ورکړې دې

پشاور:  د خیبرپښتونخوا اینټي کرپشن ځانګړې محکمې د سرکاري غلې (غنمو) د مالي غبن قضیې اورېدنه ترسره کړه، چې مشري یې د اینټي کرپشن عدالت قاضي آصف رشید کوله د اورېدنې پر مهال اینټي کرپشن ادارې دوه افسران د استغاثې د شاهدانو په توګه محکمې ته حاضر شول، چې د هغوی بیانونه د عدالت له لوري ثبت کړل شول محکمې د استغاثې نورو شاهدانو ته هم د حاضرېدو حکم کړی او د قضیې راتلونکی سماعت یې د دسمبر لومړۍ نېټې ته وځنډاوه

دمقدمی د جزئیاتو ترمخه په دغه غبن کې ښکېل پنځه ملزمانو  باندې فرد جرم لګول شوی دی. په تورنو کسانو کې محمد ارشد، محمد خالد، قاضي جنید، طلاء محمد او محمد عاطف شامل دي، او بل تورن تن عثمان عابد شاه لا د قانون منګلو ته نه دی راغلی

د استغاثې په وینا، ټول ملزمان د نوشهره اضاخېل د غنمو ګودام کارکوونکي وو او هغوی په ګډه د شاوخوا ۱۷۰۰ ټنو غنم ، نږدی ۳۳۰۰ بوریو د غنمو په غلا کولو تورن دي، چې له امله یې قامی خزانی ته  ۱۹ کروړ ۶۰ لکه روپو تاوان رسیدلی دی

پراسیکوشن زیاتوي چې د ملزمانو پر ضد پلټنې بشپړې شوي او اوس د محاکمي رسمي لړۍ روانه ده.

محکمې نن د عینی شاهدانو دواړو افسرانو بیانونه ثبت کړل او د نورو شاهدانو د رابللو امر یې وکړ. د قضیې بله اورېدنه به د دسمبر په لومړۍ نېټه ترسره کېږي

نورخبرونه: د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پر ضد پیکا ایکټ لاندې مقدمه درج شوې

Related Articles

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د یوې غونډې پر مهال پر پخواني ایراني ولیعهد رضا پهلوي د کیچپ برید شوی، چې وروسته پولیسو مظاهره کوونکي نیولي دي

April 23, 2026

ډونلډ ټرمپ هند “جهنم” بللی او هندي او چیني کډوال یې “لیپټاپ ګانګسټرز” ګڼلي، چې له امله یې په امریکا کې نوی سیاسي جنجال راپورته شوی دی

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *