تازه خبرونه

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځه استنبول مذاکرات بې‌پایلې پای ته رسېدلي

دوحه تړون او مذاکراتو وروسته او له دې وړاندې هم د پاکستان دریځ روښانه دې، پاکستان وایی وایي ترهګر د افغانستان رجیم په مرسته په پاکستان کی په بریدونو او هدفي وژنو کی ککړ دی خو افغانستان له دې انکار کوي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دروازو تجارت لپاره تړلو وروسته په سرحد اوسیدونکي سختو مالي ستونزو سره مخ دي

پاکستاني چارواکو ترمخه د استنبول مذاکرت د افغان پلاوي لوري ژمنو نه کولو له امله د ناکامۍ ښکار شوي دي

د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د استنبول درېیم پړاو خبرې بې له کوم پام‌وړ پرمختګ څخه پای ته رسېدلې دي. د باوري سرچینو په وینا، د پاکستان پلاوی له مذاکراتي ځایه روان شوی او د هېواد د بېرته تګ په موخه هوایي ډګر ته رسېدلی دی.

د سفارتي سرچینو له قوله، پاکستان تمه لري چې د روانو خبرو بهیر به دوام ومومي، څو د اوسني بن‌بست ماتېدو ته زمینه برابره شي.

سرچینې وايي، د خبرو دغه بن‌بست د طالبانو د غیرمنطقي او نه‌عملي وړاندیزونو له امله رامنځته شوی، چې له کبله یې خبرې کومو نتیجو ته ونه‌رسېدې. د پاکستان پلاوي د خبرو پر مهال یوازینی غوښتنه دا وه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد د اقدام لپاره د افغان طالبانو له خوا لیکلې ضمانت ورکړل شي، خو د افغان رجیم له‌خوا د دې غوښتنې د منلو چمتووالی ونه‌ښودل شو.

د خبرو له ناکامېدو وروسته، وزیراعظم شهباز شریف د مرکزی کابینې بیړنۍ غونډه راوغوښتله، چې تمه ده له باکو څخه د ویډیو لینک له لارې مشري یې وکړي. د دفاع وزیر خواجه آصف د خبرو د ناکامۍ پخلی وکړ او ویې ویل، پاکستان هر ممکن هڅه وکړه، خو د افغان لوري چلند رغوونکی نه و.

د پاکستان چارواکو ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان موقتي حکومت وهڅوي څو د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون دوه اساسي ژمنې عملي کړي – یو دا چې د افغانانو ترمنځ سیاسي خبرې پیل کړي، او بل دا چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو یا افرادو له‌خوا د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیت لپاره ونه‌کارول شي.

د اطلاعاتو مرکزی وزیر عطاالله تارړ د ترکیې او قطر د منځګړیتوب هڅې وستایلې، خو ټینګار یې وکړو چې مسؤلیت د افغانستان پر موقتي حکومت دی، کوم چې تر اوسه د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې خپلې سیمه‌ییزې او نړیوالې ژمنې نه دي پوره کړي.

تارړ زیاته کړه، پاکستان د افغان ولس پر وړاندې هېڅ دښمني نه لري، خو د طالبانو هغه تګلارې به هېڅکله ونه‌منل شي چې د افغانستان د خلکو او یا ګاونډیو هېوادونو په زیان وي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستان به د خپل حاکمیت او د خپل ولس د امنیت د ساتنې لپاره هره ضروري لار خپله کړي.

د حکومتي سرچینو په وینا، د راتلونکو ګامونو د ټاکلو لپاره د لوړې کچې سلا مشورې روانې دي، او تمه ده په راتلونکو ورځو کې نور جزیات څرګند شي.

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *