تازه خبرونه

   د پاکستان امنیتي ځواکونو د فتنه الخوار ترهګرې ډلې  ۳۰ ترهګر له منځه وړي: آیی ایس پي آر

د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پي آر په تازه بیان کې ویلي دي چې د خیبرپښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د فتنه الخواج ډلې دترهګرو پر ضد اپریشن ترسره شوې دې
د پاکستان ویاندې اداره وایی ځواکونه ژمن دي چې دا فتنه به له منځه یوسي

د پاکستان پوځ ویانده اداره وایی په دو جلا جلا عملیاتو کې ی نور ۲۳ ترهګر هم له منځه وړي دي

اسلام آباد:  د پاکستان  امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې په خیبرپښتونخوا کې د کرم، مومند او لکي مروت په سیمو کې د هند لخوا ملاتړ او مالي مرستو په زور په ترهګریز بریدونو کې ککړ  د فتنه الخوارج ترهګرو ډلې دیرش ۳۰  غړي وژل شوي دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر آیی ایس پی ار  په وینا، امنیتي ځواکونو د خیبرپښتونخوا د کرم په ضلع کې د خوارجو د شتون په اړه د باوري استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته هدفمند عملیات ترسره کړل او د خوارجو مرکزونه  ی په مؤثر ډول هدف وګرځول

آیی ایس پي ار وایي چې امنیتي ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې د هند ملاتړ لرونکي فتنه الخوارج ډلې ۲۳ درویشت ترهګر له منځه یووړل

د معلوماتو له مخې، په کرم کې د لومړي عملیات پر مهال د سختې نښتې په نتیجه کې ۱۲ دولس  خوارج ووژل شول، او په دوهم عملیات کې چې د استخباراتي معلوماتو له مخې ترسره شو، ۱۱ یوولس  نور خوارج هم له منځه یوړل شول

آیی ایس پي ار  زیاتوي چې په مومند کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال د خوارجو ۴ څلور  غړي ووژل شول، په لکي مروت کې د ډزو په تبادله کې ۲ خوارج له منځه ولاړل او په ټانک کې هم یو خارجی ترهګر ووژل شو

لوړ پوړه چارواکو ستاینه کړې ده

د پاکستان لوړ پوړه چارواکو د فتنه الخوارج په ضد دې عملیاتو ستاینه کړې ده او امنیتي ځواکونو بریا ی په لوړو ټکو کې ستایلې ده

د ترهګرو پر ضد د بریالي  عملیاتو ستاینه وزیر اعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي کړې ده.وزیر اعظم شهباز شریف ویلي دي چې د ترهګرۍ د دې بلا د بشپړ له منځه وړلو تر وخته به جګړه دوام وکړي

نورخبرونه: اقوام متحدہ کې د ډنمارک اندېښنه: د افغانستان له خاورې د ټي تي پي زیاتېدونکي ګواښونه د سیمې ثبات ته خطر جوړوي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *