تازه خبرونه

د هند احمد آباد ښار کښې الوتکه غورځيدو لوجې تباه شوې،الوتکه کښې بهرملکي وګړو بشمول 242 کسان سواره وو

لندن ته تلونکي الوتکه ائيرپورټ نه پورته کيدو سمدستي وروستو مقامي آبادې باندې غورځيدلې وه
د ګجرات په احمدآباد ښار کښې الوتکې غورځيدو پيښه

احمدآباد:مسافر الوتکه د ډاکټرانو په هاسټل پريوتې وه

د بهارت سول ايوي ايشن محکمې ترمخه د ائيرانډيا يوه الوتکه چې پکښې د جهاز د عملې بشمول 242 کسان سواره وو د احمدآباد ائيرپورټ نه ټيک آف کولو نه پنځه منټه پس ميګهاني نګر علاقه کښې غورځيدو لوجې تباه شويده ۔

په متاثره الوتکه کښې د هند 169 ،د برطانيې 53،د پرتګال اووه او د کينډا يو مسافر سواره وو۔تباه شوي الوتکه د احمد آباد نه د مقامي وخت مطابق شل منټه کم دوه بجے ټيک آف کړي او دا الوتکه د لندن ګيټ واک ائيرپورټ ته تلونکې وه ۔ سول ايوي ايشن ډائريکټر فيض احمد قدوائي بيان ترمخه الوتکه کښې دوه تجربه کار پائيلټان سواره وو او د ائيرپورټ نه پورته کيدو نه پس ائير ټريفک کنټرول ته مے ډے کال ورکړې شوي وو ولې وروستو بيا د الوتکې د عملې سره څه قسم رابطه نه وه شوے

۔ د وزيراعظم نريندر مودي په هدايت داخله وزير اميت شاه او د هوابازۍ محکمې وزير رام موهن احمدآباد ښار ته تلي او د صورتحال جائزه ئې اخستي ده ۔د احمد آباد پوليسو مشر وئيلي دي چې الوتکه د ائيرپورټ حدود سره نزدې د ډاکټرانو په يو هاسټل غورځيدلې وه ۔ د حادثې نه پس احمد آباد ائيرپورټ باندې د پروازونو تګ راتګ په عارضي توګه معطل کړي شوېدے ۔ د حادثې ابتدائي رپورټ ترمخه الوتکه د تکنيکي خرابۍ لوجې رامخې ته شوي وه ۔

د ايوي ايشن سيفټي نيټ ورک ډيټا بيس ترمخه بوئنګ 787 الوتکې د غورځيدو دا وړومبې واقعه وه

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *