تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو مرستو ډک کانټینرونه نن افغانستان ته داخلیږي

ملګرو ملتونو له پاکستان غوښتي وو چې د انساني مرستو ډکو موټرو ته دې اجازه ورکړي ترڅو دا انساني مرستې افغانستان ته ورسول شي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې شخړې له امله نن ۸۱ ورځ هم پاک افغان سرحد د تجارتي هلو ځلو پر مخ خلاص دې

پاکستان د ملګرو ملتونو ،دا غوښتنه څو ورځې وړاندې منلې وه او اعلان ی کړې وو چې دوی د ملګرو ملتونو د مرستو ډکو موټرو ته اجازه ورکوي چې دا انساني مرستې افغانستان ته انتقال کړي (د جمرو تحصیل په این ایل سي ټرمینل کې د ملګرو ملتونو د مرستو ډک کانټینز تورخم پر لور د روانیدو پر مهال )

تورخم: پاکستان نن د چهارشنبې په ورځ  د تورخم له لارې دد ملګرو ملتونو د نړیوال خوراک سازمان  هغه موټرو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته د انساني مرستو توکي انتقال کړي

سرچینو تایید کړې چې پاکستان نن (شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې) د نړیوال خوړو پروګرام ډبلیو ایف پی ،انساني مرستو ډک  موټرو ته اجازه ورکول پیل کړي چې د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي

د معلوماتو له مخې، ټولټال ۲۸ موټر به په دوو ورځو کې له تورخم لارې افغانستان ته داخل شوي

د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې ځایی باوري سرچینو ایچ ټي این ته ویلي دي چې د جمرود این ایل سي ټرمینل څخه د مرستو ډک کانټینرونه د تورخم پر لور روان شوي دي

سرچینې وايي، پاکستان د افغانستان لوري او ملګرو ملتونو غوښتنې منلې دي، څو دغه موټر له پاکستاني بندرونو څخه د انساني مرستندونه توکي  افغانستان ته ورسوي.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *