تازه خبرونه

د ملک دفاع لپاره د پاک پوځ جنګي صلاحيتونو کښې نوره اضافه،د پوځ جنګي بيړه کښې اټيک هيلي کاپټر شامل کړې شوېدے

فيلډمارشل عاصم منير د پوځ آپريشنل تيارو باندې د اطمينان اظهار کړې،ملک دفاع هرحال کښې يقيني کولو عزم ئې کړېدے
د ملک دفاع لپاره د پاک پوځ جنګي صلاحيتونو کښې نوره اضافه،د پوځ جنګي بيړه کښې اټيک هيلي کاپټر شامل کړې شوېدے

پاک پوځ به د ملک دفاع هرحال کښې يقيني کوي، فيلډمارشل

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې فيلډ مارشل عاصم منير د ملتان ګيريژن دوره کړې او پاک پوځ بيړه کښې د جديد زيډ ۔ ټين ايم اي ( Z-10ME ) اټيک هيلي کاپټر د شاملولو په دستوره کښې شرکت کړېدے ۔ فيلډ مارشل د دې هيلي کاپټر معائينه کړے او مظفرګړه فيلډ فائرنګ رينج کښې د دې جنګي هيلي کاپټر د مهارت مظاهره ئې کتلې ده ،د خپلې دورې په مهال فيلډ مارشل ته د پاک پوځ د آپريشنل تيارو او جاري تربيتي پروګرامونو په حواله تفصيلي بريفنګ ورکړي شوېدے ۔ فيلډ مارشل عاصم منير د پوځ د ځوانانو آپريشنل تيارو باندې د اطمينان اظهار کړے او وئيلي ئي دي چې پاک پوځ د ملک دفاع او امن بحالۍ لپاره هر دم چمتو دے او د هر قسم خطرو د مخ نيوي د عزم اظهار ئي کړيدے ۔ آئي ايس پي آر بيان ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير ملتان چهاوڼې کښې نامتو علمي او سماجي شخصيتونو سره ملاقات کړې او په دې موقع ئې خپله وينا کښې ئې د هائبرډ خطرو د مخ نيوي لپاره د سول ۔ ملټري يووالي په اهميت زور راوړېدے ۔

د ملتان ګيريژن دورې په مهال فيلډ مارشل عاصم منير د پوځ ځوانانو او افسرانو ته وينا هم کړيده،د ملک دفاع،پولو تحفظ او امن بحالۍ لپاره ئې د دوي د کردار او قربانو ستائينه کړيده ۔فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي دي چې د پاک پوځ آپريشنل تيارۍ دښمن له غاښ ماتي شکست ورکولو صلاحيت نور مضبوطوي ۔ فيلډ مارشل زياته کړيده چې د وخت بدليدونکي تضاضو مطابق به پاک پوځ هم خپله برتري برقرار ساتي په هر حال کښې به د ملک د خپلواکۍ او علاقائي سالميت دفاع کوؤ ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *