تازه خبرونه

د مليرجيل نه 216 قيديان تښتيدل، د جيل په سيکيورټۍ سواليه نښه!

قيديان د زلزلې لوجې جيل نه تښتيدلي دي،جيل سپرټينډنټ ارشدشاه
سيکيورټي کوتاهۍ لوجې ملير جيل نه قيديان تښتيدلي

د مليرجيل نه مختلف جرمونو کښې ککړ قيديان څنګ تښتيدلي

د کراچۍ ملير جيل نه د قيديانو د تښتيدو د ټولو نه لويه واقعه رامخې ته شويده،د جيل سپرټينډنټ ارشدشاه وئيلي دي چې د شپے په وخت راغلې زلزلې دوران د جيل نه قيديان تښتيدلي دي،د هغه وينا وه چې پوليسو وروستو د قيديانو دوباره ګرفتارۍ لپاره خواؤ شا علاقو کښې چهاپې وهلي او د اتيا نه سيوا قيديان دوباره ګرفتار کړي شويدي،د جيل انتظاميه وائي چې تښتيدلي قيديانو کښې زياتره هغه کسان وو څوک چې نشي موادو لرلو په الزام کښې نيولي شوي وو او هيڅ يو خطرناک قيدي يا د ترهه ګرې حملو کښې ککړ قيدي د جيل نه نه دي تښيدلے۔د پيښې په حواله ميډيا له تفصيلات ورکولو په وخت د سند داخله امورو وزيرضيا الحسن لنجار وئيلي دي چې قيديانوجيل نه دې مات کړې بلکه زلزله راتلونه پس ټول قيديان د بيرکونو نه رابهر کړي شوي وو دې دوران قيديانو د موقعې نه فائده پورته کړېده او تښتيدلي دي ۔ د جيل سپرټينډنټ ارشد شاه وائي چې د قيديانو جيل نه تښتيدو دوران د پوليسو او قيديانو ترمينځ ډزو تبادله هم شوې چې پکښې يو قيدي وژلي شوے ،قيديان دوباره ګرفتارولو آپريشن دوران درې ايف سي او دوه پوليس اهلکار ژوبل شويدي ۔ ډي آئي جي خيل او ډي جي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *