تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا پولیس شهیدان کیږي او وزیراعلی له وفاق څخه د بم ضد موټرو اخستلو انکار کوي

پرون د خیبر پښتونخوا د هنګو ایس پي اپریشنز زبیر په یو ترهګریز برید کې شهید شو
د خیبر پښتونخوا پولیس باید د ترهګرو بریدونو څخه د بچ کیدلو لپاره بم ضد موټرې ولري او نوې وسلې دوی ته ورکړل شي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدی د اولس خدمت پرته پام احتجاجونو ته ورکړې او د صوبې پولیس په بریدونه کې ژوند له لاسه ورکوي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي د عمران خان په مینه کې دومره ړوند دې چې د خیبر پښتونخوا پولیس شهیدان کیږي او وزیراعلی د پولیسو لپاره اسانتیاوې ورکولو ته پام نه کوي او خپل پام ی احتجاجونو ته ور اړولې دې.

د هنګو پولیس د معلوماتو ترمخه پرون په هنګو کې د پوليسو پر يوه پوسته  بريد وشو، چې له امله يې يو پوليس افسر ایس پی زبیر شهيد او دوه نور پولیس اهلکار شیهیدان شول . څو ورځې وړاندې وفاقي حکومت د خيبر پښتونخوا پوليسو ته د بمونو ضد موټرونو  ورکولو وړانديز کړی و، خو د خيبر پښتونخوا نوي وزیراعلی سهیل افریدي له دې انکار کړې وو.

سهیل افریدي د عمران خان په مینه کې دومره  ړوند شوې چې دا وړانديزی رد کړ او د عمران خان په څیر ی د احتجاجونو کولو لار خپله کړې ده .

دفاعي کارپوهان وایی چې که نن  هنګو پوليسو ته دغه موټرونه ورکړل شوي وای، نو ښايي دا ځوانان به  ژوندي پاتې شوي وای، زیاتوي چې  ددې پولیسو له منځه تللو ذمه واري په وزیراعلی ده ځکه هغه د بم ضد موټرونه اخستلو انکار وکړو او پرون نړۍ ولیدل چې د هنګو ایس پي اپریشن د ترهګرو په برید کې شهید شو.

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف  نوي وزیراعلی لومړې وینا ددې ګوند د دوه مخې پالیسۍ ښکارندوی ده

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *