تازه خبرونه

د جمعیت کارکوونکي دې د اسلام آباد تګ تیاري وکړي: مولانا فضل الرحمان

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې
د جمعیت علمای اسلام ف مشر ویلي دي چې قایداعظم اسرایلي ریاست ناجایز ګرځولې وو

د جمعیت علمای اسلام ف مشر ویلي دي چې ددوی ګوند د کنځلو په سیاست یقین نه لري

د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان خپلو کارکوونکو ته یو مهم پیغام جاري کړې دې، د یاد ګوند مشر خپلو کارکوونکو ته د اسلام‌اباد د تګ د تیاری کولو لارښوونه کړې ده۔

مولانا فضل الرحمان دا خبرې په ډېره اسماعیل خان کې د **مفتی محمود کانفرنس ته د وینا پر مهال وکړې، هغه اوویل چې سي پیک لاره دې ستاسو لاره ده نو تاسو باید د اسلام آباد تګ ته چمتوالې ونیسۍ، هغه اوویل چې موږ د کنځلو او د بې عزتۍ په سیاست باور نه لرو.

د جے یو آی مشر زیاته کړه چې اوس د پارلمان ارزښت ختم شوی دی، موږ د ولس د جمهوریت پلویان یو، د 2024 ټاکنې د درغلیو ښکار شوې، او زیاته ی کړه چې غلا شوی مینڈیټ موږ نه منو.
هغه وویل چې په کال 2018 ټاکنو کې هم د مینڈیټ غلا شوې وه، او موږ هغه وخت هم نه وه منلې او نه ی نن منو. .

مولانا فضل الرحمان د فلسطین د مظلوم ولس یادونه هم وکړه او وې ویل چې په فلسطینیانو ظلمونه وشول او هغوی به لوږ مړه کې شول، زیاته ی کړه چې قایداعظم اسرایل ریاست ناجایز ګروځولې وو.

نورخبرونه

پاکستان په سخت وخت کې افغانستان سره مرسته کړې: مولانا فضل الرحمان

Related Articles

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار د طالبانو حکومت رد کړی او د فوري انتخاباتو غوښتنه یې کړې ده

April 21, 2026

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره مهم مذاکرات سبا په اسلام‌آباد کې پیلېږي، او د هوکړې په صورت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګډون امکان هم شته

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *