تازه خبرونه

د باجوړ په پوله‌ییزه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پراخ عملیات؛ لس وسلوال وژل شوي

په باجوړ کې د وسلوالو پر ضد عملیات؛ سیمه کلابنده او تصفیوي اقدامات روان دي
د باجوړ عملیات: امنیتي ځواکونه په شاهي تنګي کې د وسلوالو پر ضد کارروایي کوي

د باجوړ عملیات: امنیتي ځواکونه په شاهي تنګي کې د وسلوالو پر ضد کارروایي کوي

د سیمې د امنیتي سرچینو او ځایي خبریالانو په وینا، د باجوړ په ماموند تحصیل کې د شاهي تنګي په سیمه کې د وسلوالو پر ضد پراخ استخباراتي عملیات پیل شوي دي. دغه عملیات نن سهار شاوخوا اووه بجې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري پیل شول

لټون عملیات

سرچینې وایي چې ځواکونو سیمه کلابنده کړې او له کور په کور لټون عملیات روان دي. د نښتې پر مهال شاوخوا لس وسلوال وژل شوي دي، خو تر دې دمه د وسلوالو ډلو له لوري په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی ورکړل شوی

سرچینې زیاتوي

د راپورونو له مخې، په یادو سیمو کې تحریک طالبان پاکستان فعاله ده، چې دا سیمه د کونړ ولایت له پولې سره نږدې پرته ده. امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې وسلوال له پولې هغې غاړې پټنځایونه لري، خو د ټي ټي پي او اړوندو ډلو له لوري دا ادعا رد شوې او وایي چې دوی د پاکستان له خاورې فعالیت کوي سرچینې زیاتوي چې د پلټنې او پاکولو عملیات به تر هغې دوام وکړي څو سیمه په بشپړه توګه خوندي اعلان شي.

د یادونې وړ ده چې د ټي ټي پي پخوانی مشر مولوي فضل الله په ۲۰۱۸ کال د جون میاشت کې په کونړ کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *