تازه خبرونه

د باجوړ ضلعې لوی ماموند اولس لپاره لوی زیرې

د ضلع باجوړ په لوی ماموند تحصیل ایراب، آګره، خوړچۍ، او دواګس سیمو خلکو ته خبر ورکړل شوې چې دوی دې واپس خپلو کورنو ته راشي
د باجوړ ځایی مشرانو د هارون الرشید په مشرۍ کې له وسله والو سره خبر هم وشې خو دا خبرې بریالۍ نه شوې

د ضلع باجوړ په لوی ماموند تحصیل ایراب، آګره، خوړچۍ، او دواګس سیمو خلکو ته خبر ورکړل شوې چې دوی دې واپس خپلو کورنو ته راشي

د ضلع باجوړ انتظامیه خبر ورکړې دې چې د لوی ماموند تحصیل یو شمیر سمیو کې د ترهګرو په ضد اپریشن پای ته رسیدلې دې او ددې سیمو اولس چې په دې وروستیو کې بې کوره شول ،وس خپلو کورونو ته واپس تللې شي.

د باجوړ انتظامیې د یوې رسمي مراسلې له لارې د لوې ماموند تحصیل هغو کورنیو ته د خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې چې د بې‌ځایه کېدو له ستونزې سره مخ وو۔

انتظامیې ویلي دي چې د لوې ماموند ایراب ، آګرہ ، خوړچئ او دواوګئ ، سیمو کورنۍ اوس کولی شي خپلو کورونو ته ستنې شي.

یادونه ده چې په دې وروستېو کې په دغو سیمو کې د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات ترسره شول او د سربکف اپرېشن وروسته دا سیمې له ترهګرو پاکې شوي۔

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې  د جولایی میاشتې په ۲۹مه نیټه په باجوړ کې د امنیتي ځواکو په ۱۶ سیمو کښې د ټي ټي پي خوارجو په ضد سربکف عملیات پیل کړل، سرچینې وایی چې په دې ورځ اپریشن کښې درې ترهګر وژل او یو شمیر نور ژوبل شول.

ترهګرو سره د مشرانو خبرې اتر

د اپریشن سربکف په مهال ترهګرو سره د مشرانو خبرې اترې هم وشوې خو دا جرګې او خبرې اترې بریالې نه شوې او سربکف اپریشن د ترهګرو په ضد ترسره شو، د امنیتی سرچینو په وینا ترهګر عام اولس ترمینځ پټ وو چې له امله ی به ی عام اولس ته زیان رسیدلو، امنیتي سرچینې وایی چې په دې ترهګرو کې زیات شمیر د افغان تبع ترهګرو وو چې ددې سیمې د امن او ثبات لپاره یو لوی ګواښ دې.

ځایی اولس له انتظامیه مننه کړې د باجوړ ځایی اولس او بې کوره شوو خلکو له انتظامیه څخه مننه کړې چې د لوی ماموند په سیمو کې ی دوی له اجازه ورکړله چې دوی واپس خپلو کورونو ته ستانه شي.

نورخبرونه

باجوړ کښې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد سربکف عملیات پیل شوي

باجوړ امن جرګه:مشرانو له افغانستان څخه مهمه غوښتنه کړې

څوک چې ترهګرو ته پناه ورکړي،هغوی به د سیمې اوباسو: د مشرانو جرګه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *