تازه خبرونه

خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو د سرقیمتونه ټاکل شوي

د ترهګرو ډلو مشرانو د سرونو قیمت لپاره ۴ اربه او ۱۵ کروړه زیاتې پيسې ایښودل شوي دي
د ترهګرو د سر قیمت د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر څخه خپور شوې دې

فایل فوټو: دا د لاندې دیر د کال ۲۰۱۱ د ځانمرګي برید وروسته انځور دې: ضلع خیبر کې د ۷۲او په کوهاټ کې د ۶۵ ترهګرو د سر قیمتونه ایښودل شوي دي

پیښور: خیبر پښتونخوا کې د ۱۳۵۱ هغه ترهګرو پر سرو بیعې وټاکل شوې چې له ریاستي ادارو لوري مجرمان اعلان شوي دي.  

 د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د صوبې په کچه ۱۳۵۱ تښتیدلې ترهګرو پر سر نغد انعامونه ټاکلي دي.

د پېښور د سنټرل پولیس دفتر (سي پي او) په وینا، د دغو ترهګرو پر سرو ټاکل شوې ټول انعامي اندازه له ۴ اربه ۱۵ کروړه روپیو زیاته ده.

د پولیسو مرکزي دفتر د معلوماتو او خپور راپور ترمخه تر ټولو زیات ترهګر چې د پیښور سیمو سره تړاو لري  شمیر ی ۱۸۵ دې، په شمالي وزیرستانکې ۱۲۹ او د بنو په سیمه کې د ۱۱۸ ترهګرو د سرونو قیمتونه مقرر شوي دي.

د خپور راپور ترمخه ضلع خیبر کې ۷۲، کوهاټ کې ۶۵، پاس او لاندې دیر، لکي مروت کې ۵۵، ۵۵ ترهګرو د سرونو نرخونه ټاکل شوي دي .

په راپور کې وایی چې په ترهګرو کې د ۶۷۶ ترهګرو د شناختي کارډ ډیټا هم موجود ده.

خیبر پښتونخوا کې ترهګري او ترهګر

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د امنیتي سرچینو ترمخه په خیبر پښتونخوا کې تر ۸۰۰۰ ترهګر شتون لري کوم چې له افغانستانه پاکستان ته راداخل شوي دي او په بیله بیلو سیمو کې ترهګري کوي. دا هم باید یادونه وشي چې په دې وروستیو کې وزیرستان، بنو،باجوړ کې د یو شمیر وژل شوو ترهګرو مړي افغان چارواکو ته سپارل شوي دي کوم چې د پاکستان امنیتی ځواکونو لوري په نښتو کې په نښه کړل او له منځه ی یوړل.

نورخبرونه

 باجوړ کې ګنړ شمیر ترهګر چې له منځه یوړل شو،افغان نیشنل وو: امنیتي چارواکي

د ناقانونه ټي ټي پي جنګیالو مړي افغان چارواکو ته وسپارل شول

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *