تازه خبرونه

  چترال کې د کیلاش قبيلې مذهبي او کلتوري جشن چاؤموس   دوام لري

چاؤموس فیسټیوال د کیلاش سیمه رمبور، بریر او بمبوریت کې د دود دستورسره د خوښۍ او امن نښه ګڼل کیږي
د چترال په کیلاش وادی کې د چاؤموس جشن پر مهال د خلکو دودیزو مراسمو انځور

د چترال کیلاش قبیلې په دې جشن کې د مینې او یووالي د پیغام د خپرولو لپاره مېوې، سبزیانې او وچ مېوې د خلکو ترمنځ ویشل کیږي

  د خیبرپختونخوا د سیلګرۍ سیمې په چترال ولسوالۍ کې د کیلاش قبيلې تاریخي او مذهبي جشن چاؤموس (چترموس) د دودیزو مراسمو او جوش سره روان دی. دا جشن د کیلاش په دری وادیوو  رمبور، بریر او بمبوریت کې ترسره کیږي، چیرې چې د مذهبي او کلتوري رسوماتو لړۍ په بشپړ ډول دوام لری

د خیبر پښتونخوا د سیل ګرئ محکمه وایی د چاؤموس فیسټیوال پر مهال بېلابېلې مهمې غونډی  ترسره کیږي، چې په کې د شارا بیرایک رسم هم شامل دی. د جشن پر مهال د کیلاش قبيله خپل مذهبي رسمينه،  عبادتونه او کلتوري فعالیتونه د پیړیو پر اساس ترسره کوي.

د  حکومت له خوا د سیلانیانو د اسانتیاوو او خوندیتوب لپاره د سیل ګري پولیس چارواکي د فیسټیوال په جریان کې خدمات وړاندې کوي. ټوریزم پولیس په لواري ټنل او د کیلاش وادیو ټولو مهمو لارو د سیلانیانو د خوندي تګ راتګ ډاډ ورکولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د سیل ګري محکمه وایی  سیلانیان کولای شي د سفر، امنیت او نورو اسانتیاوو په اړه د بشپړ معلوماتو لپاره د 1422 ټوریزم هیلپ لاین سره د تګ نه مخکې اړیکه ونیسي.

چاؤموس جشن د ژمي د موسم د راتګ، خوښۍ او سولې نښه ګڼل کیږي او د کیلاش قبيلې په نظر کې د نوي کال د راتګ سمبول هم دی. په دې موقع د بون فایر دودیزه مراسم هم ترسره کیږي چې د جشن یوه مهمه ځانګړی برخه ده

د فیسټیوال په جریان کې به شیشائو، منډاهیک او شارا بیرایک او نور دودیز رسومات ترسره شي.

د مینې او یووالي د پیغام د خپرولو لپاره مېوې، سبزیانې او وچ مېوې د خلکو ترمنځ ویشل کیږي. چاؤموس فیسټیوال نه یوازې د کیلاش قبيلې مذهبي او کلتوري پیژندګلوي څرګندوي، بلکې د چترال د سیاحت ارزښت هم روښانه کوي

چترال کې د کیلاش قبیلي ښځینه او نارینه د چاوموس دودیز جشن په موقع ګډه نڅا کوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *