تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې کرپشن: د ۸۰۰ اربه روپو پر سر پوښتې را اوچتې شوي

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې
مخالف ګوند مشر تور لګولې دې چې نن سبا په خیبر پښتونخوا کې کرپشن خپل اوج ته رسیدلې دې

مخالف ګوند مشر تور لګولې دې چې نن سبا په خیبر پښتونخوا کې کرپشن خپل اوج ته رسیدلې دې

که یو اړخ ته د پاکستان تحریک انصاف مشرانو د نورو ګوندونو او حکومتي ادارې باندې د کرپشن تورونه لګوي خو بل اړخ ته هم ددې پارټۍ مشران هم په یو شمیر رشوتونو کې د ککړتیا خبرونه مخې ته راځي

په دې وروستیو کې د د خیبر پښتونخوا صوبایي د مخالف ګوند مشر ډاکټر عبادالله د پاکستان تحریک انصاف پر صوبایي. حکومت د امنیتي فنډونو د ضایع کېدو او د دولتي سرچینو د غیر مسؤلانه استعمال سخت تورونه ولګول

ډاکټر عبادالله په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې چې د خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره د وفاقي حکومت له لوري ورکړل شوي ۸۰۰ اربه روپۍ څه شوې؟

.نوموړي دا پوښتنه وکړه چې په دې لویه اندازه پیسې چېرته ولګېدې، ځکه له دې ټولو فنډونو سره سره نه خو نوې اداره جوړه شوه، نه فارنزیک لېب فعاله شوه او نه هم د سیف سټي پروژه بشپړه شوه

هغه وویل چې د PTI حکومت د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکارۍ پر ځای د اسانتیا برابرونکي رول لوبوي او آن ترهګرو ته باج هم ورکوي

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال درې کسیزه ډله خیبر پښتونخوا اداره کوي او په صوبه کې فساد خپل اوج ته رسېدلی دی. د ده په وینا، د تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا له ولس سره زیاتی شوی او اوس ددې زیاتي او ظلم د پای ته رسیدلو وخت رارسیدلې دې

ډاکټر عبادالله دا هم وویل چې د کابل تر سقوط وروسته عمران خان دا ورځ د «فتحې ورځ» بللې وه، نوموړي دا دعوی هم کړې وه چې طالبان پاکستان ته راوستونکي او دوی لپاره اسانتیا برابروونکي هم ددې پی ټي آیی ګوند مشران وو

.د مخالف ګوند مشرپه دې خبري کانفرنس کې ویلي وو چې پي ټي آیی د فبرورۍ په ۸مه د سړکونو لاریون (سټریټ مارچ) اعلان کړی، حال دا چې په خیبر پښتونخوا کې خپله د هغوی حکومت دی، خو په تېرو دوو کلونو کې یې نه کوم تعلیمي ادارې جوړې کړې او نه یې روغتیایي ډسپنسري فعاله کړې ده

.هغه دا هم ویلي وو چې چې نورې صوبې پرمختګ کوي، خو خیبر پښتونخوا شا ته روانه ده

نوموړي د فاټا اصلاحاتو لپاره ځانګړي شویو فنډونو ته په اشاره کولو سره ویلي وو چې هغه مهال هم حکومت د عمران خان و، داین ایف سي غړي هم د هغوی خپل کسان وو خو له بده مرغه له دې پیسو ی بیا هم کومه ګټه پورته نه کړه

وس دلته که په صوبایی حکومت کې د اپوزیشن مشر څرګندونو او تورونو ته اوګورو نو څه حده پورې دده تورونه په حق هم دي ځکه ۸۰۰ اربه روپۍ ډیر زیات فنډ دې او حکومتي اړوند ادارې باید ددې پلټنې وکړي چې په اته سوه اربه روپۍ دا فنډ چې له وفاق څخه ترلاسه شوې وو ، په کوم ځای کې خرڅ شوې دې

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *