تازه خبرونه

خلیجي بندرګاهونه یا به د ټولو لپاره وي یا به د هېچا لپاره نه وي

ایران د هرمز تنګي باندې د دایمي کنټرول او د دښمنو کښتیو د تګ راتګ د بندولو اعلان کړی دی؛ ایراني چارواکي وایي چې بندرونه به یا د ټولو لپاره خلاص وي او یا به د هېچا لپاره نه وي
ایران اشاره کړې چې د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو کښتیو باندې به مالیه ولګول شي، چې دا عاید به د ملي ګټو او امنیتي لګښتونو لپاره وکارول شي

ایران اشاره کړې چې د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو کښتیو باندې به مالیه ولګول شي، چې دا عاید به د ملي ګټو او امنیتي لګښتونو لپاره وکارول شي

ایران د فارس خلیج او د عمان سمندر د بندرګاهونو په اړه خپل ستراتیژیک دریځ لا پسې سخت کړی دی او په څرګنده یې ویلي دي چې دا بندرګاهونه به یا د ټولو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره پرانیستي وي، او یا به د هېچا لپاره د کارولو اجازه نه وي دا اعلان د ایران د وسله‌والو ځواکونو له لوري په داسې وخت کې شوی چې په سیمه کې سمندري ترینګلتیاوې او د احتمالي بندیزونو اندېښنې زیاتې شوې دي۔

د ایران د وسله‌والو ځواکونو بیان

د ایران دولتي رسنۍ (IRIB) د راپور له مخې، د وسله‌والو ځواکونو قوماندان ویلي دي چې په سیمه‌ییزو اوبو کې واک او حاکمیت د ایران د ملت طبیعي او قانوني حق دی په بیان کې ویل شوي چې ایران به د  هرمز تنګي امنیت په خپل لاس کې وساتي او د دښمنو هېوادونو اړوند کښتیو ته به د دې مهمې لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړي۔

د هرمز تنګي پر دایمي کنټرول ټینګار

ایراني چارواکو ویلي دي چې حتی د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به هم په  هرمز تنګي کې د کنټرول یو نوی او منظم نظام نافذ وي، څو د دې لارې امنیت او څارنه یقیني شي۔

د ایران پوځ دا هم اشاره کړې چې د  هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو کښتیو باندې مالیه یا ټیکس لګول کېدای شي دغه عاید به د جګړې د زیانونو د جبران لپاره وکارول شي یوازې هغه کښتۍ به د تګ اجازه ولري چې د ایران قوانینو ته بشپړ درناوی وکړي۔

پر امریکا سختې نیوکې

په بیان کې د امریکا پر اقداماتو سختې نیوکې شوې دي او ویل شوي چې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو د تګ راتګ محدودول غیرقانوني عمل او د سمندري غلا په څېر دی ایران خبرداری ورکړی چې که د هغه د بندرګاهونو امنیت ته کوم خطر پېښ شي، نو د فارس خلیج او عمان سمندر هېڅ بندر به خوندي پاتې نه شي۔

د نړیوال اقتصاد اندېښنې

شنونکي وایي چې د ایران دا دریځ کولی شي د نړۍ د انرژۍ رسونه د  هرمز تنګي له لارې جدي اغېزمنه کړي. د “یا د ټولو لپاره یا د هېچا لپاره نه” پالیسي د نړیوالو بازارونو او تجارتي هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې سیمه لا له وړاندې د نازک سیاسي حالت سره مخ ده۔

https://htnpashto.com/23803

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *